د لاس رسي وړ اتصالات

د روحانی وژنه د ژورنالستانو د ټولنو له خوا غندل شوی


په هلمند کې د بي بي سي راډیو او پژواک خبري اژانس خبریال عبدالصمد روحاني چې وړمه شپه له کوره تښتول شوی وو، تیر ماذدیګر د لښکرګاه د بولان هدیری تر څنګ یې جسد وموندل شو.

د اروا ښاد عبدالصمد روحانی وژنه په افغانستان کې د ننه او بهر د ګڼو ادارو او د ژورنالستانو د ټولنو له خوا غندل شوی.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو او د سویلي اسیا سفما ټولنو د عبد الصمد روحاني وژنه نن په کابل کې وغندله.

د خپلواکو ژورنالستاتو د ټولنې مشر، رحیم الله سمندر، وویل چې صمد روحاني، لومړی په سر ویشتل شوی او بیا د چاقو ګانو په وسیله ذبحه شوی.

په کابل کې د بي بي سي راډیو د دفتر مسول اسمعیل سادات وویل چې عبد الصمد روحاني ورته څو ځلې ویلي وو چې ګواښل شی.

لا تر اوسه د عبد الصمد روحاني د وژل کېدو مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی. وسلوالو طالبانو ویلي چې دوی د عبدالصمد روحاني په وژنه کې هیڅ لاس نه درلود.

عبد الصمد روحاني پنځه ویشت کاله عمر درلود او تری دوه مېرمنې، دوه بچیان سپین ږیری پلار او بوډۍ مور پاتې ده.

XS
SM
MD
LG