د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران مشر مذهبي رهبر: د عراق تر ټولو لویه ستونزه امریکا ده


د ایران مذهبي لارښود، آیت الله علي خامنه ئي، د عراق صدر اعظم نوري المالکي ته ویلي چې د عراق اصلي مشکل په هغه ملک کې د امریکايي قواوو موجودیت دی.

د ایران مطبوعاتو خبر ورکړی چې ایران ته د ښاغلي مالکي د سفر په ترڅ کې دواړو رهبرانو نن په تهران کې خبرې کړي.

دا له هغه راهیسې چې نوري المالکي د عراق د صدر اعظم په توگه انتخاب شوی، ایران ته د هغه دریم سفر دی.

د ایران مطبوعاتو د آیت الله خامنايي له خولې لیکلي، چې دی باور لري د عراق خلک به له دغه سخت حالت څخه ووځي او د عراق لپاره به د امریکايانو خوبونه عملي نشي.

امریکا او عراق پر داسې یوه امنیتي قرار داد غږیږي چې له مخې به یې امریکايي قواوې د دسمبر په ٣١مه د ملگرو ملتونو له خوا د ټاکل شوې مودې له پوره کیدو وروسته هم په هغه هیواد کې پاتې شي.

ځینو سیمه ییزو مطبوعاتو رپوټ ورکړی چې امریکا په عراق کې د خپلو دایمي اډو د جوړولو په لټه کې ده خو امریکايي چارواکو دغه رپوټونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG