د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقوقو مدافعین، د احمدیې په فرقې باندې، د اندونزیا بندیزونه غندي


د بشري حقوقو محلي او بین المللي مدافعینو په اندونزیا باندې د هغو بندیزونو په سبب انتقاد کړی دی چې حکومت پر یوې مسلمانې فرقې باندې لگولي دي او وايي چې دا اقدام د مذهبي ازادۍ په خلاف دی.

د بشري حقوقو د څارنې بین المللي ټولنې او د اندونزیا د بشري حقوقو محلي ډلې کونتراس د احمدیې په فرقې باندې د حکومت تازه لگول شوي بندیزونه محکوم کړي دي.

هغه فرمان چې د داخله چارو او د مذهبي امورو د وزیرانو او ددې هیواد د لوی څارنوالي لخوا د دوشنبې په شپې لاس لیک شوی دی، په هغه کې د احمدیې نه غوښتنه شوېده چې د خپلو عقایدو د خپرولو نه ډډه وکړي.

ددغه فرمان په اساس ددې عقیدې خپرونکي تر پنځو کلو پورې په بند محکومیږي. د احمدیې پیروان په دې عقیده دي چې د اسلام د پیغمبر نه وروسته هم بل پیغمبر راتلونکی دي خو نور مسلمانان عقیده لري چې حضرت محمد ص وروستی پیغمبر دی.

د جون په اوله، د اسلامي دفاعې جبهې جنگیالي پر هغو سوله ایزو مظاهره چیانو برید وکړ چې د مذهبي زغم په پلوي په جاکارتا کې راغونډ شوي وو او یو شمیر کسان په دې برید کې ژوبل شول.

د کانتراس د ډلې مسئول عثمان حمید وايي حکومت داسې اقدامات نه کوي چې د خلکو مذهبي ازادي خوندي کړي کومه چې د ملک په اساسي قانون کې یې تضمین شوی دی.

عثمان وايي: "حکومت په دې نه دی قادر شوی چې د ملک اتباع د تاوتریخوالي په وړاندې چې د افراطي ډلو لخوا سرته رسیږي وژغوري. دا په اندونزیا کې یوه ډیره ستره ستونزه ده. مونږ په دې قادر شوي یو چې سیاسي اصلاحات رامنځ ته کړو. خو د احمدیې قضیه زمونږ اعتبار د نورې نړی سره خرابوي."

په تیرو لسو کلونو کې په اندونزیا کې کافي اصلاحات رامنځ ته شوي دي. د اسلامي دفاعي جبهې غړي په دې مشهور دي چې دوی د روژې په میاشت کې د شراب خرڅولو او عیاشیو د ځایونو په ضد حملې کوي.

په دې وروستیو وختونو کې دغې ډلې د احمدیې د فرقې او د پلویانوپه ضد خپلو حملو ته زور ورکړيدی. د اندونزیا جمهور رئیس سوسلیو بامبانگ یودهویونو د مذهبي ازادیو د مظاهره چیانو په ضد تاوتریخوالی غندلی او پولیسو د اسلامي جبهې پنځوس غړي بندیان کړیدي.

خو د مشتبه حملې کونکې د ډلې مشر منارمن د پولیسو له منگلو نه ځان خلاص کړی دی اود یوه پټ ځای نه په یوې ویدیويي پیغام کې ویلي دي چې دی به تر هغې پورې نه تسلیمیږي تر څو د احمدیې فرقه غیر قانوني شوې نه وي.

د دوشنبې په ورځ د اسلامي جبهې د مدافعینو غړي په داسې حال کې چې سپېنې جامې اغوستي وو او سپینې ټوپۍ په سر وو، د جمهوري ریاست د ماڼۍ نه د باندې په اعتراضونو پیل وکړ او د حکومت نه یې غوښتنه وکړه چې احمدیه غیر قانوني کړي.

منتقدین وايي چې جمهور رئیس یودهویونو ممکن د احمدیې د فرقې په ضد بندیزونو ته اجازه ورکړې وي.

ده به په دې کار سره د یوې خوانه هغه افراطي ډله خوښه کړې وي او له بله پلوه د ملک د اعتبار د ساتلو لپاره یې هڅه کړې وي.

د سه شنبې په ورځ د بشري حقوقو څارنې یوه بیانیه خپره کړه او په هغې کې د حکومت نه غوښتنه وکړه چې مذهبي اقلیتونه وساتي او د احمدیه په ضد فرمان لغو کړي.

په اندونزیا کې د نړۍ تر ټولو زیات مسلمانان اوسیږي او اکثریت یې د معتدل اسلام پیروان دي.

XS
SM
MD
LG