د لاس رسي وړ اتصالات

برک اوبامه په رسمي ډول خپل انتخاباتی کمپاین پیل کړ


د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د دیموکرات گوند احتمالي کاندید برک اوبامه په رسمي ډول خپل انتخاباتی کمپاین په دې خبره پیل کړ چې د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید جان مکین به د هیواد اقتصادي بحران لا پسی خراب کړي.

اوبامه په مکین تور ولگو چې هغه د هغه اقتصادي تگلارې پلوی کوي چې اوسنې جمهور رئیس جورج بوش یې په مخ وړي کوم چې اوبامه هغه یو تر ټولو زیات تاریخي مالي بی مسولیته مشر وباله.

په جنوب ختیځ ایالت شمالی کارولینا کې اوبامه د خپلې انتخاباتی مبارزې پر مهال ادعا وکړه چې مکین یو محافظه کاره محاسب دی.

هغه وویل چې د بوش د ادارې لخواپه هیواد کې د تکس د زیاتیدو د طرحې پلویان جمهوري غوښتونکي دي او دا کار به د هیواد اوسنۍ ستونزه لا ډیره کړي.

XS
SM
MD
LG