د لاس رسي وړ اتصالات

د صدام حسېن د قبېلى مشر په تکرېت کې د بم په چاودنه کې ووژل شو


د عراق پولېس وايى چې د صدام حسېن د قبېلى مشر د بم په ېوه چاودنه کې وژل شوېدى.

چارواکى وايى داسى معلومېده چې بم د شېخ على الندا په موټر پورې د سه شنبى په ورځ تړل شوى و او هغه وخت وچاودېده چې دى په خپل موټر کې د تکرېت په ښار کې تېرېده.

پولېس وايى چې د الندا ېو ساتونکى په دغه چاودنه کې ووژل شو او دوه نورېې زخمى شول. دعراق چارواکى وايى ددوشنبى په ورځ د بم چونى په ېوه بله پېښه کې چې په ېوه کاروان کې وشوه لږ تر لږه څلور کسان د ېوه عراقې عسکر په شمول ووژل شول.

په همدغه چاودنه کې اوه تنه ور ووژل شول. دعراق چارواکى وايى د د بغدا د دکراده په سېمه کې پرېوې گزمى باندى د بم حمله وشوه.

خو دا معلومه نده چې دا حمله د سړک دغاړى دبم په واسط وشوه او که د موټر بم په واسطه وشوه.

XS
SM
MD
LG