د لاس رسي وړ اتصالات

بش: د عراق جنگ له امله څومره زېاته بد گومانی او تفرقه را پېدا شوه


د امرېکا جمهور رېس جورج بش پرون د برېطانېی ېوې ورځپانی سره په مرکه کی ووېل چه دې په دې باندی اوس ډېر افسوس کوی چه ولی ېې په کال دوه زره دری مېلادی کی د عراق د جنگ نه مخکی داسی کلمات استعمالول چه د هغه په وېنا د خلکو په نظر کی د جنگ دشروع کولو لپاره ډېر زېات ماېل او مشتاق ښکارېده.

په هغه مرکه کی چه نن دجهار شنبی په ورځ د ټاېمز اف لندن په ورځپاڼه کی چاپ شوی ده، ښاغلی بش واېې چه کولې ېې شول د عراق د جنگ د شروع کولو نه مخکې په بل شکل خبری کړی وې او د خبرو مختلف انداز ېې غوره کړی وې.

بش ووېل داسی کلمات لکه را مېدان شئ که زور لرئ او مړ وی ېا ژوندی را پېدا ېې کړئ، داسی الفاظ ؤ چه د خلکو په ذهن کی ېې دا باور را پېدا کاوه چه زه د سولی طرفدار نه ېم او فقط جنگ غواړم.

ښاغلی بش واېې دې خبری هم ډېر ستومانه کړی دی چه دعراق د جنگ د شروع کولو نه مخکی د امرېکا په باب څومره زېاته بد گومانی را پېدا شوه او په دې باب ېې هم خپل خفگان څرگند کړ چه ددې جنگ له امله څومره تفرقه را پېدا شوه.

بش په دی مرکه کی ووېل کوښښ کوی چه د خپل حکومت په وروستېو لحظو کی د ېوه فلسطېنی دولت د جوړېدلو او ېو شمېر نورو موافقو د حاصلولو لپاره کار وکړی او د بل جمهور رېس لپاره کار اسان کړی.

XS
SM
MD
LG