د لاس رسي وړ اتصالات

بوچر: متحده ایالات د افغانستان په جمهور ریس حامد کرزي باور لری


د امریکا د خارجه وزارت یوه عالی رتبه مقام پرون بیا وویل چی متحده ایالات د افغانستان په جمهور ریس حامد کرزي باور لری.

هغه دا خبره د افغانستان د مشر د پنځه کلن انکشافی پلان سره د مرستی دپاره د پاریس له کنفرانس نه مخکی وکړه. انتظار کېږی چی په دغه کنفرانس کی به مرسته کونکي هیوادونه لس میلیارډه ډالره جمع کړی.

د مرسته کونکو هیوادونو د دغه کنفرانس چی د متحده ایالاتو د جمهور ریس مېرمن، لورا بوش او خارجه وزیره کانډولیزا رایس به هم برخه پکښی ولری، هدف دا دی چی د ښاغلي کرزي د پنځوس میلیارډه ډالره انکشافی پلان سره بین المللی مرسته وسی.

مگر د خارجه وزارت په یوه خبری کنفرانس کی د طالبانو په مقابل کی جگړې او دمخدره موادو په له منځه وړلو کی د ښاغلي کرزي د حکومت د اجرااتو په باب ډېری پوښتنی وسوې.

دا پوښتنی د نیویارک ټایمز ورځپاڼی د تېری هفتې د هغه رپوټ څخه را ولاړی سوی وې چی ویل یې د افغانستان له مشر سره د متحده ایالاتو ملاتړ ځکه کم سوی دی چی هغه په دغو سیمو کی ښه اجراات نه دي کړي.

د جنوبی او مرکزی اسای د چارو دپاره د خارجه وزیری مرستیال ریچارډ بوچر وویل دا په متحده ایالاتو نه بلکه د افغانستان په خلکو پوری اړه لری چی د خپل هیواد لپاره مشران انتخاب کړي مگر دبوش حکومت د ښاغلي کرزي ملاتړ کوي او په هغه باور لری.

ریچارډ بوچر: "حقیقت دا دی چی افغانستان خپل جمهور ریس په ډیموکراټیکه طریقه انتخاب کړی دی. هغه داس ییو څوک د یچی موږ ښه همکاری ورسره کولای سو. هغه داسی یو څوک دی چی موږ د پرمختگ په حال کی له هغه سره دښې همکاری کولو نیت لرو.

هغه د اداری فساد، حکومت د کمزوری، د کوکنارو د کښت او کروندې او مخدره موادو څخه ټولو را پیدا سویو مشکلاتو باندی ښه پوهېږی. دوی له ډېور زیاتو مشکلاتو سره مخامخ دي او هغه غواړی چی دغه ستونزي حل کړی. موږ اراده لرو چی له ده سره همکاري وکړو."

ښاغلي بوچر وویل هغه انتظار نه لری چی په پاریس کی به ټول پنځه شپېته گډون کونکي هیوادونه د ښاغلي کرزي پلان تایید کړي، مگر دی انتظار لری چی برخه اخیستونکي هیوادونه به دوه کاله مخکی د لندن د کنفرانس په څېر د څه باندی لسو میلیارډو ډالرو مرستو ژمنه وکړی.

ټاکل سوې ده چی مېرمن بوش به چی تازه د دې هفتې په سر کی افغانستان ته تللې وه، د پنجشنبې د ورځی په غونډه کی د متحده ایالاتو ژمنه اعلان کړی. که څه هم چی د مرستی دقیق رقم ښودل سوی نه دی، خو مقاماتو وویل چی په دوو کالو کی د لسو میلیارډو ډالرو په شاوخوا کی مرستی ورکړی.

د خارجه وزیری مرستیال ریچارډ بوچر وویل په افغانستان کی د کوکنارو کښت او کرونده او طالبان له یوه بل سره مرسته کوی او د کرزي حکومت د هیواد په نسبتا ارامو شمالی او ختیځو سیمو کی د مخدره موادو د له منځه وړلو په لاره کی پرمختگ کړی دی مگر په جنوب کی چی طالبان پکښی فعال دي، چندانی پرمختگ نه دی راغلی.

بوچر وویل طالبانو په د ې وروستیو وختونو کی ځکه د بمونو ځان مرگو حملو ته مخه کړې ده چی د ناټو او افغانستان قواو د هغوی پلانونه شنډ کړي دي او هغوی ونه سو کړای چی خپل د تېر کال هغه تبلیغات عملی کړی چی ویل یې ډېری لویی سیمی به لاندی کړي او حتی کندهار به ونیسی.

بوچر: "دوی د ښارونو او سیمو دلاندی کولو تکل کړی وو. دوی د کندهار پر شاوخوا د کمربند د جوړولو او د کندهار د ښار دنیولو خبری کولې. دوی دا کار ونه سو کړای.

په حقیقت کی دوی په دې بریالي نه سول چی ډېری قواوی راجمع کړي او سیمی ونیسی. دوی په کلیو ننوتل، یو څو ټلفونونه یې وکړل، یو څو عکسونه یې واخیستل او کله چی د ناټو او د افغانستان عسکر هلته ورپسی ورغلل نو دوی یې پسی واخیستل."

بوچر وویل د پاریس په غونډه کی به د پیسو پر جمع کولو برسېره د افغانستان سره د مرسته کونکو هیوادونو او بین المللی ټولنی د مرستو د تنظیم او په افغانستان کی د ملگرو ملتونو دخاص استازي کې ایډی د صلاحیتونو د زیاتولو پر مسلې باند یهم کار وسی.

د ناروې دغه ډیپلوماټ، چی د مارچ په میاشت کی ټاکل سوی دی، شکایت کړی دی چی بین المللی ټولنه هغه پیسې چی ژمنه یې کړې وي په مناسبه توگه نه لگوي او دغه راز ډېر مسته کونکی هیوادونه او موسسې د مرستو په برخه کی پر خپلو ژمنو نه درېږی.

XS
SM
MD
LG