د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا حکومت په افغانستان کی د مرستو درې لویی پروژې طرح کړي دي


د کاناډا حکومت په افغانستان کی د مرستو درې لویی پروژې طرح کړي دي او هدف یې د هغه هیواد له پوځی فعالیت نه تر کال ٢٠١١ پوری د بیا ابادولو او ودي خوا ته د خپلو فعالیتونو متوجه کول دي.

خارجه وزیر، ډېویډ ایمرسن، پرون وویل حکومت په نظر کی لری چی د افغانستان دوهم تر ټولو لوی بند دهله ورته ترمیم کړي او د کندهار په ولایت کی پنځوس ښونځي ورته جوړ او ترمیم کړی.

ده وویل کاناډا به دغه راز د کال ٢٠٠٩ تر پایه پوری په ټول افغانستان کی اوه میلیونه ماشومان د پولیو د ناروغی په مقابل کی واکسین کړی. د دهلې د بند د ترمیمولو سره به د کندهار ولایت ته د کرني اوبه ورسېږی.

د کاناډا حکومت دغه اعلان پرون په داسی وخت کی وکړ چی په پاریس کی د پنجشنبې په ورځ د افغانستان سره د مرسته کونکو هیوادونو کنفرانس جوړېږی او جمهور ریس حامد کرزی د هیواد د پنځه کلن انکشافی پلان دپاره د پنځوسو میلیارډو ډالرو غوښتنه کوی.

XS
SM
MD
LG