د لاس رسي وړ اتصالات

لومړی تور پوستی امریکایی چې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدېدو انتخابات وگټل


بارک اوباما د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د ډموکراټ گوند کاندید وټاکل شو. هغه لومړی تور پوستی امریکایی دی چې د یوه لوی گوند لخوا یې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدېدو انتخابات وگټل.

یو نیم کاله له مخه، بارک اوباما، ډېرو خلکو نه پېژندو. اوس د ډېرو لپاره هغه د ډموکراټ گوند یو با اثره کاندید دی.

د اوباما چې ځانگړي خصوصیات لري، انتخابېدل، یو تاریخي لاسته راوړنه ده. هغه په هوايي کې زېږېدلی، پلار یې له کینیا له تورپوستو څخه و او مور یې د امریکا د کنساس ایالت سپین پوستې وه.

کله چې اوباما دوه کلن و د هغه پلار ولاړ، او اوباما او له خپلې مور سره انډونیزیا ته ولاړ او هلته یې څو کاله تېر کړل. وروسته اوباما د لوړو زده کړو لپاره کولمبیا او هاورډ پوهنتونونو ته ولاړ او د قانون زده کړې یې ترسره کړي.

له درس وروسته هغه د شیکاگو په ښار بې وځله سیمو کې له خلکو سره د مرستندوی په حیث کار پیل کړ. په کال ٢٠٠۴ کې اوباما په لومړي ځل د الانای ایالت څخه سناتور انتخاب شو.

په هم دې کال هغه د ډیموکراټ گوند په ملي کانوینسیون کې د ځانگړي وینا وال امتیاز درلود. هغه په خپله وینا کې د نورو شیانو سره سره د خپل پلار او مور په هکله هم و غږېدو.

اوباما: "‎دوی په ما باندې برک نوم کښېښود. په دې باور چې امریکا به یو زغمونکی هیواد وي، او نوم به د بریا په لار کې خنډ نه وي."‎

کله چې په نومبر کې په ډېنور ښار کې اوباما د گوند لخوا کاندیدېدل رسماً ومني نو ۴٥ کاله به تېر شوي وي کله چې د مدني حقونو اتل مارټین لوتر کنگ د نژادي انصاف په هکله خپله هغه مشهوره وینا کړې وه چې ‏(‎ زه خوب وینم‏)‎‏ اوباما هغه وخت دوه کلن و.

کنگ: "‎زه خوب وینم چې زما څلور واړه ماشومان به په داسې یو ملت کې ژوند کوي چېرې چې به دوی د پوستوکي په رنگ نه بلکه د کردار په اساس تلل کیږي."‎

په مېریلنډ پوهنتون کې د سیاست پوهنې استاد ران والټرز وايي دی په دې هیله چې یو تور پوستی د امریکا جمهور رئیس جوړیږي ویاړي.

والټرز: "نه یواځي په دې هیواد کې بلکه په ټوله نړۍ کې به خلک وویني چې امریکا نوې څېره غوره کړې. دا یو مثبت انځور دی چې دا هیود غواړي د خپل تاریخ نژادي تبعیض برخه هېره کړي."‎

او د امریکا د باندنیو چارو وزیره کانډو لیزا رائیس هم دا خبره ورسره مني.

رایس: "‎فکر کوم چې مونږ د حقیقت یوه ځانگړې فیصله وینو چې مونږ ټول خلک د خلکو په حیث پېژنو."‎

ډېر عادي امریکاییان هم ورته خوشاله دي.

اوباما به په نومبر کې د جمهوري غوښتونکي گوند د کاندید جان مکېن خلاف په انتخاباتو کې برخه واخلي. په گوندي انتخاباتو کې اوباما و نشوای کړای چې په سپین پوسته ټولنه کې د مینځنۍ طبقې او ښځو څخه ډېرې رایې واخلي.

دوی زیاتې رایې هیلري کلنټن ته ورکړې. اوباما تر اوسه خپل مرستیال نه دی نومولی خو د هلري نوم یې رد کړی هم نه دی.

اوباما: "‎ما هغې ته و ویل کله چې یو څه اوسا شو نو زه غواړم له هغې سره د هغې د خوښې په وخت او ځای کې ووینم."

ځیني منابع وايي کلنټن به ژ اوباما د مرستیالې په حیث و مني، که چېري دا کار له ډموکراټ گوند سره د انتخاباتو په گټلو کې مرسته کوي.

که چېري داسي وشي او بارک اوباما انتخابات وگټي نو اوباما به په تاریخ کې لومړی تورپوستی امریکايي جمهور رئیس او کلنټن به لومړۍ ښځینه مرستیاله جمهور رئیسه وي.‎

XS
SM
MD
LG