د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس په کانفرانس کي افغانستان سره د شلوملېاردو ډالرو مرستو وعده وشوه


دامرېکا متحده اېالات به افغانستان ته، ددى لپاره چې په خپلو پښو ودرېږى، د لس ملېاردو ډالرو بسپنه ورکړى. افغانستان د څوکلونو جنگ اوتباهۍ ځپلى دى. هغى په خپلو خبرو کې داسى ووېل : (... موږ په دې پوهېږو چې کامېابى به اسانه نه وى. خو افغانستان د خپلې اېنده په ېوه مهم پړاو کې کې دى. موږ باېد په دغه پړاو کې دا هېواد له ېاده ونه باسو او دا فرصت ضاېع نکړو. نن دامرېکا متحده اېالات دافغانستان خلکو ته لس اعشارېه دوه ملېارده ډالره ددى لپاره ورکوى چې په راتلونکېو پنځو کلونو کې خپله انکشافې ستراتېژى عملى کاندى. ) د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو کنفرانس کوربه توب د فرانسى جمهوررئېس نېکولس سرکوزې کوى. فرانسى اعلان وکړ چې خپلى مرستى به افغانستان ته د بېارغونى لپاره تر دوو چندو زېات کړى . په دې توگه به فرانسه افغانستان نېژدى ١٦٥ ملېونه ډالره تر ٢٠١٠ مېلادى کال پورې ورکړى. دمرستو په نورو اعلانوکې د اسېاېې انکشاف بانک دېوه اعشارېه درى ملېاردو ډالرو د ورکولو ژمنه وکړه. برتانېې دېو اعشارېه دوه ملېاردو ډالرو د بسپنى او نړېوال بانک دېو اعشارېه ېو ملېارد ډالرو د ورکولو وعده وکړه. د افغانستان حکومت هېله څرگنده کړه چې په دې کنفرانس کې به تر شلو ملېاردو ډالرو پورې بسپنې راټولى کړى. دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزى بسپنه ورکوونکېو هېوادنو ته ووېل چې ډ سوى اقتصاد بېرته پې را ښه کاندى. دده هېواد په راتلونکېو کلونو کې ٥٠ ملېاردو ډالرو ته ضرورت لرى چې گډ و ښاغلى کرزى په دې برخه کې داسى ووېل : (٢) (... دافغانستان لپاره زموږ تصورد عملى کولو وړ دى. خو له دې سره هم پکارده چې موږ په خپله لاره کې له موانعو او خنډونو نه خبر واوسو. د امنېت تامېن لاتراوسه پورې هم زمو ږ لپاره ستره ستونزه ده. له امنېت نه پرته په بله هره برخه کې پرمختگ کول به ېا گران کاروى او کله خو ناممکن کار وى. ) په افغانستان کې نورې ډېرې ستونزې شته دى لکه غرېبى ، ادارې فساد، دمخدره موادو کاروبار، او دطالبانو پرېشانه کوونکى بغاوت. که څه هم په هېواد کې ٦٥ زره عسکر پراته دى او زېاتره ېې دناټو عسکر دى. په داسى حال کې چې ښاغى کرزى بسپنه ورکوونکى هېوادونوه دېته هڅول چې خپلې مرستى افغانستان ته زېاتى کړى د ملگرو ملتونو سرمنشى بان کېمون هېوادونه دېته وهڅول چې دافغانستان له مشرانو سره په هغه هېواد کې حساب و کتاب وسى. ښاغلى کېمون ووېل چې ما د افغانستان دملگرو ملتونو د کنوانسېون لپاره چې د ادارې فساد خلاف دى منظور کړ خو زه دا حکومت دېته هڅوم چې ډېر اغېزمن اقدامات وکړى او دا خبره ېقېنى کړى چې د ادارې فساد خلاف قوانېن عملى شى. بان کېمون ووېل چې زه د ادارې فساد خلاف هغې ستراتېژى هرکلى کوم چې په هغه کې دا شامله ده چې عالېرتبه کسان چې په ادارې فساد کې دخېل دى هغوى محاکمه شى. دافغانستان په برخه کې په روم کې دامرېکا د جمهوررئېس جورج بش او دهغه هېواد د صدر اعظم سېلوېو برلسکانى ترمنځ هم خبرى وشوى. ښاغلى بش به د جمعى په ورځ پارېس ته سفر وکړى.

XS
SM
MD
LG