د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا دپاکستان او افغانستان تر منځ د سرحدي پېښي ویډیو خپره کړې ده


په افغانستان کی د امریکا په مشری ائتلاف د هغي جنجالي هوایی حملې ویډیو خپره کړې چی اسلام اباد وایی یوولس پاکستاني عسکر په کی وژل شوي دي . ددغي حملې چی د سه شنبې په ورځ شوې جزئیات لا نه دي معلوم . په افغانستان کی د امریکا اردو وایی چی ائتلافي قواو کله چی د کنړ په ولایت کی د افغانستان په خاوره کی دننه یاغیانو حمله پر وکړه نو هغوی هم جوابي حمله پر وکړه . چارواکو وویل چی ددې عملیاتو په باب مخکی پاکستان ته اطلاع ورکړه سوې وه . د امریکا په مشرې قواو نن د یوې ویډیو هغه تصویرونه خپاره کړل چی ددې پېښي په باب خپله ادعا ثابته کړی . دا ویډیو د یوې بې پیلوټه ترصدي الوتکي له خوا ترتیب سوې او هغه څه په کی ښودل کیږی چی ائتلاف یې د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کی د یاغیانو په یوې ډلي باندی دقیقي حملې بولي . مگر پاکستان وایی چی په دې هوایی حمله کی چی د افغانستان سره د سرحد په اوږدوکی د تلاشۍ په یوې پوستې باندی وسوه د پاکستان یوولس عسکر ووژل سول . د پاکستان د پوځ یوه نطاق دا حمله یوه ناحقه او بزدلانه حمله وبلله او اسلام اباد پرون په امریکا باندی دیپلوماتیک احتجاج وکړ

XS
SM
MD
LG