د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی حقوق پوهان په اسلام ابادکې راټول شویدی


په لسگونو زره پاکستانی حقوق پوهان او فعالین پرون دجمعی په ورځ په اسلام اباد باندی ورشیوه شول چې دهغو قاضیانو دبیامقررولو غوښتنه کوله چې جمهوررئیس پرویزمشرف برطرف کړی وو.

احتجاج کوونکو په اصطلا ح اوږد مارش دهفتی په سر کې له کراچی نه پیل کړی وو چې له درست هیواد نه په موټرو کې سفرهم شامل وو. دغه مارش پرون دجمعی په شپه په اسلام اباد کې دپارلمان ودانی مخی ته په کښیناستلوسره ختم شو.

پخوانی صدراعظم نوازشریف دغې غونډی ته وویل، جمهوررئیس مشرف به ددغو قاضیانو دبرطرف کولو مسؤل وی . احتجاج کوونکو په چکچکو اوشعارونو سره دهغه خبرو ته ځواب ووایه .

پاکستانی مقاماتو په سلگونو پولیس ځای په ځای کړیدی او دسیمی نه اغزن سیم تاوکړیدی او دپائتخت په ودانیوکې ئې امنیتی کمری لگولی دی چې پدی سره دقهرجنو احتجاج کوونکو مخه ونیسی .

حقوق پوهانو وروسته له هغی ددغه ډله ایزمارش فیصله وکړه چې حکومت ددوی غوښتنی ونه ومنلی .دوی ورته دمی دمیاشتی ددولسمی نیټی پوری وخت ورکړی وو چې قاضیان دی بیرته مقررکړی .

XS
SM
MD
LG