د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی گواښ کړېدى چې پاکستان ته به عسکر ور ولېږى


د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي گواښ کړی چی د سرحد نه اخوا د حملو د مخنېوي لپاره به پاکستان ته عسکر ولیږی چی یاغیان وځپی.

هغه نن په یوه خبری کنفرانس کی وویل چی د دی حقیقت په نظر کی نیولو سره چی پاکستانی یاغیان افغانستان ته رااوړی او حملی کوی نو افغانستان هم دا حق لری چی د سرحد نه اخوا د ترورستانو د پټیدو ځایونه له مینځه یوسی.

هغه د یوشمیر هغو تروریستانو د مشرانو په شمول چې په پاکستان کې دېره دى د ملا عمر او بیت الله محسود نومونه واخیستل چی تیر کاال یی د پاکستان د پخوانى صدر اعظمى بینظر بوتو په قتل کی لاس درلود.

ښاغلى کرزى ووېل په پاکستان کې دېره د ترهگرانو مشر بېت الله محسو په دې پوهېږى چې موږ به په هغه پسې ورشو او په خپل کور کې به پر ې حمله وکړو. ښاغلى کرزى همدغه ډول اخطآر ملامحمد عمر ته هم ورکړ.

ښاغلی کرزی وویل چی د څو کالونو د ورانیو انتقام به له هغوى نه واخلی.

د افغانستان او پاکستان قواووی او په افغانستان کی دیره د امریکا په مشری د ناتو قواووی په سرحدی سیمه کی د یاغی طالبانو سره په جگړه بوختی دی. دواړه ملکونه یو بل له دی کبله ملامتوی چی د ترورستانو پر خلاف پوره مبارزه نه کوی.

د پاکستان حکومت د چارشنبی په ورځ ویلی وو چی د امریکایی عسکرو په واسطه یوولس پاکستان عسکر هغه وخت ووژل شول چی افغانی عسکر د سرحد نه ورواوښتل چی یوه سرحدی پوسته اشغال کړی دا کار د دواړو خواوو ترمینځ د جنگ سبب وگرځید.

په پاکستان کې د هغه هېواد صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى ووېل چې دده هېواد به ددى اجازه ورنکړى چې څوک ددوى په کورنېو چاروکې مداخله وکړى.

XS
SM
MD
LG