د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې په  بندېانو پسى د لټون په عملېاتو کې پنځه لس ېاغېان ووژل شول


په افغانستان کې دامرېکا په مشرۍ اېتلاف وايى د لټون د علمېاتو په وخت کې دوى پنځه لس ېاغېان ووژل. دا لټون په هغو په سلگونو بندېانو پسى روان دى چې د کندهار له ېوه زندان نه وروسته له هغه نه وتئښتېدل چې طالبانو پرى وژونکې حمله وکړه.

د امرېکا د نظآمى چارواکى دانه واېې چې په دغو ېاغېانو کې هغه کسان هم ول چې له زندان نه تښتېدلى ول که نه. هغوى وايي چې پنځه مشکوکان د شنبى دورځى په عملېاتوکې نېول شوېدى..

د افغانستان اونا ټو په مشرۍ قواو د بندېانو د پېدا کولو په خاطر پراخه تالاشۍ شروع کړېدى. رپوټ وايى چې په دغو بندېانو کې زېات شمېر سر تېرى او افراطېان شامل ول. دغه کسان دجمعى په ورځ وروسته له هغه نه چې طآلبانو ېوه وژونکى حمله پر زندان وکړه دکندهاره له ېوه زندان نه وتښتېدل.

دافغانستان دعدلېې وزارت معېن محمد قاسم هاشمزى د امرېکا غږ پښتو څانگې ته ووېل چې په دغو عملېاتو کې اته سوه او اته شپېته بندېان تښتېدلى دى او د محبس اوه امحافظېن په حمله وژل شوېدى. د افغانستان چارواکى وايي چې په بندېانو کې به د ېو اټکل له مخى په درو کې ېوه برخه بندېان د طالبانو غړى ول. چارواکى په دې خبره غور کوى چې اېا په دغه پېښه کې دمحبس چارواکېو لاس درلود ا و که نه.

رپوټ وايى چې د زندان نه تښتېدل، او دزندان ماتول دا څرگندوى چې په امنېت کې سخت درز پېدا شوېدى. همدى پېښى دامنېت په باب دحکومت او خارجى عسکرو لپاره اندېښنى پېدا کړېدى. پر زندان باندى، طالبانو په داسىوخت کې چپاو وروړ چې تردې ېوه ورځ مخکى په پارېس کې نړېوالى ټولنى دافغانستان لپاره د شل ملېاردو ډالرو بسپنى د ورکولو وعده وکړه.

د مرگ ژوبلې په نورو پېښو کې د شنبى په ورځ په فراه کې د سړ ک دغاړې د بم چاودنى دامرېکا څلور عسکر ووژل. دغو عسکرو ددغه ولاېت د پولېسو د قوې په روزلو کې مرسته کوله.

XS
SM
MD
LG