د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: افغانستان  باید په عمومي ادارو کې اصلاحات راولي


نړیوال بانک په افغانستان کې د ښې او موثری اداری د پياوړي کولو په خاطر یو څیړنیز رپورټ چمتو کړې چې پدغه رپورټ کې د افغانستان په حکومت غږ شوی تر څو د عامه خدمتونو لپاره دی په عمومي ادارو کې اصلاحات راولي.

په رپورټ کې ویل شوي موثر دولت هغه مهال کولای شي خلکو ته امنیت او خدمتونه وړاندې کړي چې پاکه او شفافه حساب ورکوونه ولري

د نړیوال بانک د دولتي سکتورونو کار پوهه، رنجینا مکرجي، نن په کابل یوه خبري کنفرانس ته ددغه رپورټ چې د یوه موثر دولت جوړول او د دولتي ادارو د اصلاحاتو لومړيتوبونو نوم ورکړل شوی دلنډیزونو د اورولو په مهال وویل چې په افغانستان کې د محلي ادارو د اصلاحاتو لپاره یو داسې سیستم ته اړتیا شته چې په هغې کې عامو خدمتونو ته خلک لاس رسی ولري.

خلکو ته دکارونو موندنه په مدني او ملکي ټولنو کار کول هغه څه دي چې افغاني ټولنې ورته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG