د لاس رسي وړ اتصالات

نامعلومو وسله والو د پاکستان په هنگو کې ۴ کسه وژلي


پاکستاني پولی وايي، نامعلومو وسله والو نن د هنگو په ښار کې په ډزو وژلي. دا له تیرو دوو ورځو راهیسې په دغه سیمه کې دوهمه خونړۍ ‏حمله ده.

چارواکو ویلي، لږ تر لږه درې تنه وژل شوي کسه د یوې کورنۍ غړي دي. ډزې له یوه موټر نه شوي. پولیسو تر اوسه دا نه ده تائید کړې چې دا پیښه د فرقه يي تاوتریخوالي په نتیجه کې رامنځته شوې ده.

د دوشنبې په ورځ د شعیه گانو د یوه جومات مخې ته د بم په یوې چاودنې کې لږ تر لږه څلور لمونځ کوونکي ووژل شول.

پولیسو وویل، بم د ډیره اسماعیل خان په ښارکې هغه وخت وچاودید چې لمونځ کوونکي د ماښام له لمانځه وروسته له جومات نه راوتل.

تر اوسه هیچا ددغو حملو مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

په پاکستان کې له ډیر وخت راهیسې د سني اکثریت او شعیه اقلیت تر منځ تاوتریخوالی روان دی. ددغو دواړو مذهبونو اکثریت پیروان په ډیرو ځایونو کې په سوله کې مشترک ژوند کوي خو له دواړو خواوو نه افراطي عناصر له ١٩٨٠یم کال رهیسې پر یوه بل حملې کوي چې په نتیجه کې یې په زرگونو خلک وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG