د لاس رسي وړ اتصالات

هغه رپوټونه چی وایی طالبانو  یو شمېر کلي نیولي دي، 'غلط دي'


د امریکا د دفاع وزارت وایی هغه رپوټونه چی وایی طالبانو د کندهار په ولایت کی یو شمېر کلي نیولي دي، غلط دي. او په هغه سیمه کی به د طالبانو ډېري حملې په شاو تمبولي شي.

د دفاع وزارت وایی پرون د ارغنداب په سیمه کی د متحده ایالاتو یوه گزمه د طالبانو له قوې سره مخامخ نه سوه.

خبری رپوټونه ښیی چی په سل هاو طالبانو د کندهار د ښار په تقریبا پنځه لس کیلو متری د اتو کلیو کنټرول اخیستی دی.

طالبانو د جمعې په ورځ د کندهار د ښار د محبس څخه تقریبا څلور سوه ملگري خوشی کړل. دغه رپوټونه د محلی اوسېدونکو له قوله وایی چی طالبان د امریکا او ناټو له قواو سره یوې لویی جگړې ته تیاری کوی.

او د طالبانو د یوه نطاق له قوله ویل سوي دی چی د هغه قواوی به د کندهار په ښار کی پر اهدافو باندی حملې وکړی.

د دفاع د وزارت مطبوعاتی ریس جیوفری موریل وایی دا د حیرانتیا خبره نه ده چی د طالبانو قواوی به په ځینو سیمو کی را غونډېږی، ځکه چی دا د هغاوی دپاره د جنگونو موسم دی.

موریل: "که د کندهار د ښار د نیولو د کوښښ څخه مخکی د طالبانو قواوی په یوه سیمه کی راغونډېږی نو دوی به بیرته پر شا کړل سی. کله چی زموږ له پوځیانو سره موږ خبری کوو هغوی د طالبانو لاسته د کندهار د لوېدلو څخه اندېښنه نه لری. بلکه دوی باور لری چی دوی په جنوب کی د قواو د قوماندې د ساتلو د پاره لازمی قواوی لری."

موریل وایی په جنوب کی، چی کندهار هم پکښی شامل دی، د ناټو د سیمه ایزی قوماندانی د قواو د زیاتولو دپاره کوم پلان په نظر کی نسته. مگر دی وایی که لازمه سي نو کېدلای سی چی په هغه سیمه کی قواوی زیاتی کړو.

متحده ایالاتو د دې کال په سر کی دغی ناکراری سیمی ته دوه ویشت سوه عسکر د دې دپاره ولېږل چی د ناټو جنگی قوه تقویه کړی.

د دفاع دوزارت مطبوعاتی ریس پرون په خپل خبری کنفرانس کی دغه راز د افغانستان له جمهور ریس حامد کرزي څخه وغوښتل چی په پاکستان کی پر توندروانو باندی د حملې دپاره خپل پوځیان دهغه هیواد خاور یته وانه ستوی. جمهور ریس کرزي د یکشنبې په ورځ تهدید وکړ چی د پاکستان په خاوره کی به د توندروانو پر مرکزونو باندی حمله وکړي.

موریل: "د پاکستان په خاوره کی د افغانستان د پوځی عملیاتو په باره کی باید ووایم چی په اوسنیو شرایطو کی دغه راز اقدام ته ضرورت نسته. دا څرگنده خبره ده چی پاکستان یو خپلواک هیواد دی نو موږ به د هغه هیواد په خاوره کی دغه راز اقدام غوره ونه بولو. او زه په زغرده وایم چی په اوس وخت کی د جمهور ریس کرزي حکومت په د ننه کی له ډېرو تهدیدونو سره مخامخ دی چی باید هغه او د هغه حکومت ډېره زیاته توجه ورته وکړی. او په داسی حال کی چی د ده قواوی پرله پسې تکړه کېږی موږ به له هغوی څخه وغواړو چی خپله توجه زیاتره د افغانستان دننه ستونزو ته متوجه کړی."

د جمهور ریس حامد کرزي نطاق ویلي دي چی پر پاکستان باندی په نیژدې وختونو کی د حملې کولو پلان نسته او د جمهور ریس مطلب دا وو چی پر توندروانو باندی د حملې کولو دهغوی له منځه وړلو دپاره هر اقدام ته تیاری لری.

XS
SM
MD
LG