د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مک نېل - آیا اوس هم د دې امکان موجود دی چی افغانستان د سولی پر لور رهی کړه شی؟


په افغانستان کی د ناټو په رهبری د سولی د ساتني د قواو پخوانی قومدانان جنرال ډین مک نېل وایی سره له هغه چی په افغانستان کی وضع تر څه وخت مخکی بحرانی ده مگر دی په دې عقیده دی چی اوس هم د دې امکان موجود دی چی افغانستان د سولی او امنیت پر لور رهی کړه شی.

دغه امریکایی جنرال چی د امریکا د پوځی او ملکی مامورینو او په واشنگټن کی د اسیا د انجمن په نوم پالیسی جوړونکي موسسې د استازو په مخ کی خبری کولې وویل په اوسني حال کی د افغانستان او گاونډیو هیوادونو د پاره تر ټولو لوی خطر د پاکستانی طالبانو قوماندان بیت الله محسود دی، چی د جنرال مک نېل په قول د پاکستان له دولت سره د هغه موافقه پخپله د هغه د شخصیت د کمزوری نښه ده .

مک نېل ادعا کوی چی محسود له یوې خوا دپاکستان له دولت سره د سولی تړون ته تیاری ښیی او له بلی خوا وایی چی د هغه جهاد سرحد نه پېژنی. مک نېل د امریکا ږغ راډیو ته وویل محسود به د عمل په صحنه کی د ملا دادالله په سرنوشت اخته سی.

مک نېل: "ملا دادالله هم د مې په میاشت کی د جنگ دپاره افغانستان ته راغی، خو د هغه سرنوشت وژل کېدل وو او دغسی هم وسوه."

جنرا مک نېل که څه هم چی وویل چی د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي دا خبره چی وایی د ټروریسټانو او توندروانو د تعقیبولو دپاره به دپاکستان خاوری ته عسکر ولېږی عملی بڼه نه لری، مگر دی به د افغانستان د خاوری څخه ددفاع کولو په منظور ددغه راز اقدام طرفداری وکړی. دی وایی کله چی ده د سولی د ساتنی د بین المللی قوې رهبری پرغاړه درلوده تر خپلی قوماندې لاندی عسکرو د ساتنی دپاره یې دغه کار کړی دی.

کله چی له جنرال مک نېل څخه پوښتنه وسوه چی په افغانستان کی امنیتی وضع مخ په ښه کېدلو نه وي نو هلته به ازاد او عادلانه انتخابات څرنگه کېږی، د امریکا ږغ راډیو ته وویل په داسی هیواد کی چی ډیموکراسي تازه جوړه سوې او د ودي په حال کی وي د ډیموکراټیکو انتخاباتو کول قربانیو ته ضرورت لری.

دی وایی په کینیا کی د ډیموکراټیکو او عادلانه انتخاباتو د کېدلو دپاره ډېر زیات بېگناه خلک ووژل سول، چی په حقیقت کی خلک د رایه گیری له نتایجو څخه راضی نه وه او پراخی مظاهرې یې وکړې.

مک نېل وایی د افغانستان د اساسی قانون له مخی باید انتخابات پر ټاکلي وخت باندی وسی چی د ده په عقیده دا کار به له خطره خالي نه وي، مگر که دا انتخابات ونه سي نو دا به له قانون څخه سرغړونه وي.

جنرال مک نېل په دې عقیده دی چی په افغانستان کی یو له تر ټولو لویو مشکلاتو څخه چی د ښورښیانو د فعالیتونو د زیاتېدلو، د امنیتی وضع د وار په وار خرابېدلو او په نتیجه کی د بیا ابادولو د جریان دورو کېدلو سبب کېږی هغه د مخدره موادو د کښت او تولید زیاتېدل دي.

دی وایی د ښورښیانو په سلو کی څلوېښت پیسې او پوځی وسایل د کوکنارو د کښت او کروندې څخه ترلاسه کېږی، چی دی وایی ملگرو ملتونو شپېته فیصده اټکل کړی دی.

هغه وایی: "افغانان باید دغه مخدره مواد له منځه یوسی او له دوی سره باید مرسته وکړو.

جنرال مک نېل هم د نورو هغو مامورینو په څېر چی د افغانستان په وضع کی وارد دي د پاکستان څخه د نوری همکاری غوښتنه وکړه مگر ده وویل چی د افغانستان ټول گاونډی هیوادونه کولای سی چی په دغه برخه کی زیاته مرسته وکړی."

مک نېل وایی بین المللی ټولنه باید د افغانستان د بیا ابادولو او د امنیتی وضع د بهترېدلو دپاره افغانانو ته زیاته ونډه ورکړی ځکه چی د ده په عقیده افغانان په خپلو مشکلاتو ښه پوهېږی.

دی وایی هغه بین المللی قواوی چی په ملکی برخو کی د بیا ابادولو په کارونو لگیا دي باید خپله دغه وظایف ملکی موسسو ته پرېږدی او خپله زیاتره توجه پوځی چارو ته واړوی.

جنرال مک نېل په دې عقیده دی چی د هغو افغانانو او خارجیانو چی په هغه هیواد کی اوسېږی مسلکی مهارتونو بهترولو ته باید توجه زیاته سی.

د دې محفل هدف په افغانستان کی د اوسنی وضع څېړل او په هغه هیواد کی د جنرال ډېن مک نېل د ماموریت د دورې په باب څېړنه او تحلیل وو. جنرال مک نېل په افغانستان کی د د ماموریت د دورې د بشپړېدلو څخه وروسته تقاعد کړی دی او د هغه دوستانو د هغه دخدمتونو د ستایلو په مناسبت دغه محفل جوړ کړی وو.

XS
SM
MD
LG