د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس بوش له اروپا سره مخه ښه وکړه


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جورج بوش اروپا ته خپل وروستی رسمي سفر پای ته رسولی دی. هغه په سلوینیا کې په یوې غونډه کې د اروپا له رهبرانو سره وکتل او وروسته یې جرمني، ایټالیې، فرانسې او برتانیې ته سفرونه وکړل.

جمهور رئیس بوش ددغه سفر په ترڅ کې د جرمني لرې پرته سیمه ولیدله او روم، پاریس او لندن ته هم ورغی. د سفر اصلي هدف د ایټالیې د پخواني صدر اعظم سرویو برلسکاني په څېر له زړو دوستانو سره خدای پامانی و او د تازه دوستانو لکه د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سرکوزي سره کتل. که څه هم د سفر پر وخت امنیت نیول شوی و خو د مظاهره چیانو شمیر له هغه اندازې نه کم و چې توقع یې کیدله.

په برتانیې کې تقریباً دوه زره تنه ددې لپاره راټلو شوي وو چې جمهور رئیس بوش وویني.

د عراق جگړې په اروپا کې د ښاغلي بوش شهرت ته صدمه رسولې ده. په د لندن د چتم هاوس په تحقیقي مرکز کې د سیاسي چارو تحلیلگره ونیسا روزي وايي، اروپا شاید د جمهور رئیس بوش سیاسي روش په یاد ونه ساتي.

هغه وايي: "زه فکر کوم، له بده مرغه جمهور رئیس بوش په داسې مسخره کارونه وکړل چې توقع ورڅخه نه کیده. په خاص ډول په کومه سترگه چې د امریکا خارجي پالیسۍ ته له بیرون نه لیدل کیږي. زه فکر کوم ډیر خلک، په خاص ډول اروپایان د هغې ورځې انتظار باسي چې دغه دوره پای ته ورسیږي او په رتلونکي وخت کې د امریکا په خارجي پالیسۍ بدلون راشي".

اروپايي ورځپاڼو خپل غټ عنوانونه د جمهور رئیس بوش ددغه سفر په باب ولیکل او ځینو ورځپاڼو پر هغو موضوعاتو مقالې خپرې کړې چې اروپا او امریکا ورباندې اختلاف لري. خینو خو د جمهور رئیس د هغو بیانیو په باب طنز آمیزه مطالب خپاره کړل.

د مثال په ډول په فرانسې کې، ښاغلي بوش جمهور رئیس نیکولاس سرکوزي ته وویل چې د هغه نوې میرمن چې پخوا یې په فلمونو کې کار کاوه، هوښیاره ښځه ده او دی پوهیده چې ولې جمهور رئیس سرکوزي وغوښتل له هغې سره واده وکړي.

په لندن کې د اقتصاد په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو تحلیلگر میشایل کاکس بیا په دې باب جدي خبرې لري. هغه وايي، د جمهور رئیس بوش هغه څرگندونې چې د امریکا او اروپا د دوستۍ د اهمیت په باب یې کړي اروپایانو ته د منلو وړ دي خو د هغه پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي.

میشایل کاکس وايي: "ددغه جمهور رئیس عمده مشکل دا دی چې ده د کیوډو تړون په واضح ټکو کې رد کړ کوم چې د اروپایانو او د اروپايي اتحاد لپاره ډیر مهم و او د عراق جنگ هم نه یوازې د اروپا او امریکا تر منځ درز پیدا کړ بلکه د اروپا په داخل کې یې هم د نظرونو اختلاف ایجاد کړ. دا پټه خبره نه ده چې د امریکا دغه جمهور رئیس له ډیر وخت راهیسې تر بل هر جمهور رئیس خراب شهرت لري".

جمهور رئیس بوش او د برتانیې صدراعظم گورډن براون په یوه مشترک کنفرانس کې خپل متحد موقف اعلان کړ. د ایران د اتومي پروگرام په باب دوی سخت دریځ اعلان کړ او ویې ویل په افغانستان او عراق کې له ترهگرو سره د جگړې پوخ عزم لري.

په راتلونکي جنوري کې د ښاغلي بوش د جمهوري ریاست دوره پای ته رسیږي. ډیر خلک په دې باور دي چې هغه د څوکۍ د پرېښودو تیاری نیسي خو جمهور رئیس بوش پخپله وايي چې ماموریت یې لا پای ته نه دی رسیدلی او کیدای شي په پاتې موده کې ډیر کارونه وکړي. دا چې د هغه هدف کوم کارونه دي، دا لا تر اوسه نه ده معلومه.

XS
SM
MD
LG