د لاس رسي وړ اتصالات

ايران د ذروي پروگرام په بدل کی د امتیازاتو په باب خبرو ته تیاري ښودلې ده


ایران وایی چی دې ته تیار دی چی د ذروي چارو په بدل کی د امتیازاتو د نوي بین المللي پیشنهاد په باب خبري وکړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی دا پیشنهاد چی د نړۍ شپږو غټو ملکونو ترتیب کړی، همدا اوس په تهران کی تر غور لاندی دی.

هغه وویل چی ایران دغو شپږو هیوادونو ـ روسیې ، چین ، فرانسې ، جرمني ، برتانیې او امریکا ته اطلاع ورکړې چی خبرو ته تیار دی او په مناسب وخت کی به دې پېشنهاد ته جواب ووایی.

متکي دا تبصره یوگندا ته د خپل سفر په وخت کی چی د اسلامي کنفرانس د سازمان غونډي ته ورغلی دی وکړه.

XS
SM
MD
LG