د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دبم په چاودنه کې پنځه خارجی عسکر وژل شویدی


په افغانستان کې دامریکا په مشری ائتلاف وائې، نن دشنبی په ورځ دهیواد په جنوب کې دبم په چاودنه کې څلور عسکرئې ووژل شول او دوه نورئې زخمیان شول .

دائتلاف اعلامیه وائې، دسرک دغاړی چاودنه په داسی وخت کې وشوه چې عسکرو ئې دکندهار په ولایت کې عملیات کول . په اعلامیه کې دعسکرو هویت ندی څرگند شوی .

دپولنډ ددفائې چارو ماموران وائې، نن دشنبی په ورځ دپولنډ یوعسکر دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې ووژل شو. دغه عسکر دناټو په قواو کې چې په پکتیکا کې ځای په ځای شویدی وظیفه سرته رسوله . په دغه چاودنه کې څلور نورعسکرزخمیان شول .

افغان او ناټو قواو پدی هفته کې په کندهارکې مهم عملیات وکړل . دوی وائې، له یوشمیر کلیونه ئې طالبان ویستلی دی .

دافغانستان ددفاع دوزارت نطاق جنرال محمد مظاهرعظیمی وویل، لږترلږه شپږپنځوس افراطی طالبان په نظامی عملیاتو کې ووژل شول.په دغو عملیاتو کې لږترلږه دوه افغان عسکر هم وژل شویدی .

پرون دجمعی په ورځ په یو ځانمرگی برید کې لږترلږه شپږتنه ملکیان او یو عسکرچې دامریکا په مشری دائتلاف په قواو کې چې دهلمند په ولایت کې ئې ځای په ځای دی، ووژل شول .

XS
SM
MD
LG