د لاس رسي وړ اتصالات

موگابې پر مخالف گوند تور لگولی چې د ملک د سیاسي تشدد په باب دروغ وايي


د زیمبابوې جمهور رئیس رابرټ موگابې د مخالف گوند هغه ادعاوې بې اساسه گڼلي چې وايي، د موگابې ملاتړ کوونکي د بلې هفتې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د دوهمې مرحلې نه مخکې غواړي چې په خلکو کې تشدد او ترور خپور کړي.

ښاغلي موگابې د جمعې په ورځ د بولاوایو په ښار کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل چې دغه ادعاوې دروغ دي. هغه وویل، د دیموکراتیک بدلون غورځنگ ددې لپاره دغه ډول تورونه لگوي چې د جون د ٢٧مې انتخابات بې اساسه وښيي.

د دیموکراتیک بدلو غورځنگ مخالف گوند وايي، د مارچ په ٢٩مه د انتخاباتو د لومړۍ مرحلې راهیسې یې په ملک کې لږ تر لږه ٧٠ د گوند غړي وژل شوي دي. په هغه انتخاباتو کې مورگان څوانگیري له رابرټ موگابې نه زیاتې رایې وگټلې خو د داسې اکثریت په گټلو کې پاتې راغی چې د انتخاباتو د دوهمې مرحلې مخه پرې ونیسي.

د دیموکراتیک بدلون غورځنگ یوه نطاق د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د گوند رهبران یې د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو په دوهمه مرحله کې د گډون نه کولو په باب خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG