د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانیانو د بینظیر بهتود زږیدنی کلیزه ولمانځله


دوژل شوی پخوانی صدراعظمی بینظیر بهتو پلویان نن دشنبی په ورځ په پاکستان کې دهغې دزږیدنی پنځه پنځوسمه کلیزه لمانځی .

دمیرمن بهتو میړه او دهغې دپاکستان دپیلیزپارټی مشر اصف علی زرداری په هغې غونډی کې برخه اخیستی وه چې دهغې په پلرنی ښارگوټی گهرئې کودابخش کې جوړه شوی وه .

صدراعظم یوسف رضا گیلانی وویل، دمیرمن بهتو په احترام غواړی ټولو هغو بندیانو ته دعمری بند سزا ورکړل شی چې داعدام سزا ورباندی ختلې وه.

دپاکستان مقاماتو داسلام اباد هوائې میدان د میرمن بهتو په نوم یادکړ.

پخوانی صدراعظمه په داسی وخت کې په ځانمرگی برید کې ووژل شوه چې دډیسمبر په میاشت کې ئې اسلام ابادته نژدی انتخاباتی مبارزه کوله .

جمهوررئیس پرویزمشرف دمیرمن بهتو دوژلو ملامتی دالقاعدی پوری تړلوافراطیانوباندی اچوی مگر دمیرمن بهتو طرفداران دهغې دوژل کیدو په باره کې په پاکستانی تحقیقاتو باندی اعتراض کوی .

ملگرو ملتونو دروانی میاشتی په سر کې وویل، پاکستان ورنه په رسمی توگه غوښتی دی چې پدی باب خپل تحقیقات پیل کړی.

XS
SM
MD
LG