د لاس رسي وړ اتصالات

سمندري توپان په فلپین کې ١٧ تنه وژلي ډیر نور ورک دي


د فلپین چارواکي وايي، د سمندري توپان له آمله سختو سیلابونو او د ځمکې ښویېدو د هغه ملک په جنوب کې لږ تر لږه ١٧ تنه وژلي دي.

چارواکو نن وویل، په جنوبي ماگوینډاناو ولایت کې سخت باران او د سیل اوبو د یوپي د ښارگوټي ډیر کورونه له ځانه سره وړي او لږ تر لږه ١٠ تنه پکې وژل شوي دي. چارواکو وویل، لږ تر لږه پنځه تنه نور لادرکه دي.

د هغه ځای په گاونډي ښار کوټاباټو کې د ځمکې ښویېدو څو کورونه لاندې کړي او لږ تر لږه دوه کسه پکې وژل شوي دي.

دغه سمندري توپان چې ١٩٥ کیلومتره پر ساعت تند باد ورسره ملگری دی، ډیرې ونې یې له بیخه ایستلي او د بریښنا مزي هم پرې شوي دي.

چارواکو د توپان له آمله مرکزي فلپین ته غځیدلي ټولې ترانسپورتي لارې تړلي او د طیارو پروازونه یې ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG