د لاس رسي وړ اتصالات

فتبال: پرون د روسیی تیم د هالند تیم ته ماتی ورکړه


پرون شپه د دوه زره اتم کال داروپا د جام د اتلولی د لوبو په ترڅ کی د روسیی تیم د هالند تیم ته ماتی ورکړه.

د ماسکو د پایتخت په سړکونو باندی خلکو د جشنونو په تر سره کولو د خپل فوتبال تیم بری په شور او خورا ځوږ ونمانځلو. د روسیی تیم د هالند تیم سره په کواتر فاینل دور کی لوبه درلوده چې یو د دریو په وړاندی د روسیی د تیم په گټه او بري تمامه شوه.

دا لوبه د سویتزرلند په بیزل کی وشوه چی لومړی دوه گولونه یی هم د روسیی د تیم له خوا وشول. د مسکو په سره میدان کی خلکو په خوشحالیو یو بل ته مبارکي ورکوله او د خپل تیم د ملاتړ دپاره ترنیمی شپی دغو نمانځنو ته دوام ورکړ.

XS
SM
MD
LG