د لاس رسي وړ اتصالات

سومالیا: د ملگرو ملتونو د مهاجرینو اداری یو محلی ریس برمته شوی دی


د ملگرو ملتونو د مهاجرینو اداره وائی په سومالیا کی ددوی د اداری یو محلی ریس له موگدیشو څخه د باندی له خپل کور څخه وسله والو کسانو برمته کړی دی.

ّدملگرو ملتونو د مهاجرینو د عالی کمشنر ویاند میلی سنت نن د یکشنبی په ورځ وویل ناپیږندل شویو وسله والو د شنبی په ورځ ناوخته دغه مامور له خپل کور څخه بیولی دی.

عینی شاهدان وائی لږ تر لږه شپږ تنه وسله وال د موگدیشو د جنوب پلو اوه لس کیلو متره لیری په ایلی شه کی د حسن محمد علی کور ته ورغلل او هغه ئی برمته کړ.

تر اوسه هیچا ددی تښتونی مسئولیت په غاړه ندی اخیسی. پدی وروستیو وختو کی په سومالیه کی د بشری خدماتو په ډلو حملی زیاتی شوی دی.

XS
SM
MD
LG