د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې 'شپږو زرو نورو عسکرو ته اړتیا ده'


د ناتو یو جرمنی جنرال وایی په افغانستان کې د ثبات د ټینگیدو دپاره شپږو زرو نورو عسکرو ته اړتیا ده.

جنرال رمز جرمني رادیو دیو چلان دفونک ته وویل چی د عسکرو د شمیر اوسني کموالی د هغه هیواد نه په راتلونکی کی د ناتود عسکرو وتل ځنډولای شي.

بل پلو، افغان چارواکي وایی پولیسو په هرات کی د مخدره موادو دوه تنه مشکوک قاچاقبران د دوه سوه اتلس کیلو گرامو مخدره مواد و سره یو ځای نیولي دی.

د هرات د پولیسو قوماندان وایی دا عملیات پرون د گلران په ولسوالی کی د هغو په وړاندی تر سره شول چی غوښتل یی دا مواد د افغانستان نه ایران ته په قاچاق یوسي.


XS
SM
MD
LG