د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځان وژونکى په لوېدېځ افغانستان کې پنځه کسان وژلى دى


د افغانستان پولېس وايي ېوه ځان وژونکى په لوېدېز افغانستان کې لږ تر لږه پنځه کسان له ځان سره ووژل او دولس تنه نور ېې زخمى کړل.

چارواکى وايي چې هغه دهرات ولاېت په شېنډنډ کې ددوشنبى په ورځ ځان په داسى حال کې په بم والوزاوه چې دخارجى قواو کاروان وور نېژدى کېده.

د امرېکا اردو وايي دافغانستان په جنوب ختېځه علاقه کې دامرېکا په مشرۍ قواو ٥٥ افراطېان چې په هغو کې درى مهم مشران هم شامل وو،د جگړو په ترڅ کې وژلى دى.

د اېتلاف هغه خبر لېک چې نن ددوشنبى په ورځ خپور شوېدى وايى جگړه د جمعى په ورځ د پکتېا د زېړوک په اولسوالى کې هغه وخت ونښتله چې طآلبانو داېتلاف عسکرو ته کمېن نېولى و او په سپکو وسلو او راکټ لانچرونو ېې حمله پرې وکړه.

پوځ وايى چى عسکرو دهواېې قوې په مرسته د افراطېانو له حملى سره مقابله وکړه.


د امرېکا اردو واېې د پاکستان سرحد ته نېژدى په عملېاتو کې ٢٥ ېاغېان زخمى شول او درى کسان ونېول شول. نن دوخته دننگرهار په ولاېت کې په سوو نو کسانو د خوږېاڼېو په اولسوالې کې لاره بنده کړې وه چې دامرېکا په مشرى قواو له خوانه دېوه پلار او زوى په وژلو اعتراض وک.ړ


خو داېتلاف قواوې دانه منى چې دوى ملکېان وژلى دى مگر واېې چې ددوى عملېات په دغه سېمه کې روان دى. د افغانستان چارواکې وايي دغه ملکى کسان هغه وخت مړه شول چې د اېتلاف ېوه گولۍ دهغوى پر کور ولگېدله.


هغوى وايي چې د اېتلاف قواوپه هغو افراطېانو پسى گرځى او تعقېبوى ېې چې د سړک پر غاړه بمونه خښوى. رپوټ وايي چې په دغو عملېاتو کې ېو افراطى وژل شوېدى.


په ېوه بل خبر کې د طالبانو نطاق نن ووېل چې دوى لس تنه بهرنى عسکر د خوږېاڼېو په اولسوالى کې وژلى دى. داېتلاف قواو او دافغانستان چارواکېو په دې رپوټ باندى تبصره نده کړې .



XS
SM
MD
LG