د لاس رسي وړ اتصالات

لبنان: د حکومت د ملاتړو او مخالفو تر منځ بیا نښتی وشوی


د لبنان په شمالی ښار ترایپولي کې نن بیا د حکومت د ملاتړو او مخالفو تر منځ نښتی وشوی چی له امله یی د سیمی ملکی خلک د خپلو کورنو پریښودو او یا هم په پناه ځایونو کی پټیدو ته مجبور شول.

د باب ال تبانې او جبل محسن په نوم سیمو کې چې گڼ شمیر خلک پکې اوسیږي، دوه تنه وروسته له هغه ټپي شول چی دواړو خواو پر یوه بل باندې په لاسي بمونواو توغندی وگوزارونه وکړل.

د نښتو په نتیجه کی څو کورونه او د سیمی د تیلو تانک د اور په لمبو کی لو لپه شول چی پوځی قواو وروسته پر حالاتو باندی د کنترول د تر لاسه کولو په مقصد سیمه محاصره کړه.

XS
SM
MD
LG