د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مرکزی استخباراتو پټ موزیم


د امریکا د مرکزی استخباراتو موزیم ته، داسې موزیم چې تاسې هیڅکله نه دی لیدلی، ویل کیږي، ځکه دا موزیم د سي آی ای د ماڼۍ په منځ کې واقع دی چې د نندارچیانو ورتگ ورته ډیر کم دی.

په دې موزیم کې د سي آی ای د شپیته کلن تاریخ هنري اثار او عکسونه او همداشان د نړۍ د دوهمې جگړې د وخت د ستراتیژیکو خدمتونو د ادارې سوابق په کې موجود دي.

په امریکا باندې د ٢٠٠١ کال تروریستي برید ددې سبب شو چې د سي آی ای منصبداران او یوه کوچنۍ ډله افغانستان ته مخه کړي. هلته دوی د شورشیانو سره د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره چې د القاعده شبکې تروریستانو ته یې پناه ورکړې وه، مرسته وکړه.

سي آی ای په خپل موزیم کې د تاریخ د وروتیو شیبو په هکله یو نوی نندارتون پرانستی. دا لومړی ځل دی چې نور هم د هغه لیدنه کولای شي. د سي ای ای تاریخ پوه او د موزیم مدیر توني هیلي وایي دا د سي آی ای، خاصو ځواکونو او د شمال د جبهې ترمنځ د همکاریو د هڅو څرگندونکی دی.

توني هیلي: "دا هغه همکاري وه، بشري استخبارات د تکنالوژۍ په چوکاټ کې.د ورځې سل هوایي بریدونه چې فقط په څو اونیو کې یې د طالبانو حکومت نسکور، د القاعده شبکې د مشرتابه له دریو څخه دوه برخې نابود او یا ونیول، او د ټولو عمده تروریستي سازمانونو امن ځایونه یې له مینځه یووړل."

دغه ننداره د هیڅ یوی حساسې موضوع ذکر نه کوي. لکه د سپتمبر له یوولسمې د برید وروسته د بن لادن د وژنې او یا وژنې په اړه اشتباه، او یا د افغانستان پولو ته څیرمه په قبائیلي سیمو کې د طالبانو او القاعده بیا فعالیدل.

خو ددې پټ موزیم هدف دا نه دی چې عامه خلک باخبره کړي. برعکس غواړي په زرگونو عملیاتي منصبداران، څیړونکی، ساینس پوهان او کارپوهان چې د مرکزي استخباراتو د ادارې په چوکاټ کې کار کوي، وهڅوي.

هیلي وایي د نوي نندارتون هر یو عکس په افغانستان کې د سي آی ای د منصبدارو له خوا اخیستل شوی چې یو شمیر یې اوس هم هلته په پټو عملیاتو بوخت دي.

په دې توگه د هغوی وظایف څرگند نه دي. حتی یو سپی چې پڅ پڅ کوونکی یې بولي هم د مخفي اجنټ په نوم پاتې کیږي.

هیلي وایي نندارتون ددې لپاره جوړ شوی تر څو څرگنده کړي چې د نننۍ سي آی ای منصبدار چې په افغانستان کې فعالیت کوي، تر ډیره حده د دوهمې نړیوالې جگړې په ترڅ کې د دوی د ستراتیژیکو خدمتونو د ادارې د غړو په څیر دي.

توني هیلي: "زمونږ منصبدارانو راته ویلي کله د سپتمبر د یوولسمې د پیښې څخه پنځه لس ورځې وروسته دوی افغانستان ته لاړل، دوی د دوهمې نړیوالې جگړې د ستراتیژیکو خدمتونو د ادارې د نیمه نظامي منصبدارانو په شان ځان فکر کاوه.

په دې توگه دې کار مونږ ته دا فکر ایجاد کړ چې دغه نندارتون د دوهمې نړیوالې جگړې د زمانې او په افغانستان کې زمونږ د منصبدارانو د حالت ترمنځ د مقایسې په توگه وړاندې کړو، او وایو چې ډیر څه بدل شوي او ډیر څه په هماغه شان باقي دي. دا اوس هم د هغه استخباراتي منصدارو په اړه دي چې په ډگر کې د جگړې د نوعیت او بڼې لپاره د وخت رښتیني استخباراتي معلومات وړاندې کوي"

په دې توگه د ستراتیژیکو خدمتونو د ادارې د وخت او د سي آی ای وسایل څنگ پر څنگ ایښول شوي دي.

یوه AK-47ډوله کلاشینکوف چې په افغاسنتان کې د سي آی ای منصبدار استعمالو، د دوهمې نړیوالې جگړې د تامپسن د ماسیندارې په څنگ کې ځړول شوی دی.

او دغه خاصه ماشینداره تمانچه په زړه پورې تاریخچه لري چې هغه وخت کشف شوه چې په پخوانی یوگوسلاویا کې راڅرگنده شوه.

توني هیلي: "دا وسله په ١٩۴٣ کې د ستراتیژیکو خدمتونو د ادارې منثبدارو ته توزیع شوی وه. په ١٩۴۴ کې دوی هغه له ځانه سره یوگوسلاویا ته انتقال کړه چې د تیتو پلویان په وسلو سمبال کړي. دا شپیته کاله په هغه هیواد کې پاتې شوه. په دغه وقفه کې دا ډیره ښه ساتل شوی وه، تر څو چې زمونږ یو منصبدار هغه ته متوجه شو او دا تاریخي وسله یې وپیژندله."

لکه څنگه چې د سي آی ای مخفي مامورینو د افغانستان په سختو او ځنگلي عراضي کې زده کړې کړي، وسلې او وسایل ښایي وده وکړي، خو د استخباراتي نړۍ یو شمیر مهارتونه پای نه لري.

XS
SM
MD
LG