د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: په ختیځ کې پنځلس وسله وال مخالفین ووژل شو ل


افغان چارواکي وایې د امریکا په مشرۍ د ائیتلاف ځواکونو د هیواد په ختیځ کې په هوایې برید کې پنځلس وسله وال مخالفین هغه وخت ووژل چې په یوی دولتی ودانۍ یې حمله وکړه.

چارواکی وایې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو مرستندویه ځواکونو لخوا په وسله والو مخالفینو بمي برید نن سه شنبې هغه مهال وشو چې کله په پکتیکا کې د پولیسو د یو مرکز نه بیرته د تیښتی په حال کې وو.

په دغه پیښه کې څلور نور وسله وال مخالفین ټپیان شوي هم دي. دا حمله یوه ورځ تر هغه وروسته کیږي چې په هرات کې د ناټو پر ځواکونو د ځان وژونکی برید له امله پنځه ملکي کسان وژل شوي وو.

همدا شان د دوشنبې په ورځ امریکایې ځواکونو وویل چې د هغوئ په مشرۍ ځواکونو په پکتیکا کې د یوی جگړې پر مهال پنځه پنځوس وسله وال مخالفین وژلي چې دری پکې جگپوړي طالب مشران هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG