د لاس رسي وړ اتصالات

لندن ټایمز : په تېرو دوو هفتو کی په هلمند کی د برټانیې قواوي له مشکلاتو سره مخامخ سوي دی


په افغانستان کی په دې وروستیو شپو ورځو کی د طالبانو د حملو زیاتېدلو د نړۍ د مطبوعاتو توجه ور اړولې ده او په دې لړ کی د لندن ټایمز ورځپاڼی د یکشنبې د ورځی په گڼی کی لیکلی دي چی په تېرو دوو هفتو کی په هلمند کی د برټانیې قواوي له مشکلاتو سره مخامخ سوي دی.

په نهو ورځو کی د برټانیې نهه تنه عسکر وژل سوي دي.

ورځپاڼه وایی چی د هلمند په ولایت کی هر وخت وضع په یوه ډول نه وي او هر وخت په تغیر کی وي، او دا نه سو ویلای چی زموگږ پوځیان هلته ډوبېږی او له منځه ځی.

د ټایمز ورځپاڼه لیکی د برټانیې پوځی قوماندانان په دې خبری کی په حقه دي چی وایی دا چی طالبانو یوازي ټروریسټی عملیاتو ته لاس اچولی دی د دې معنی دا ده چی هغوی په شکست کی دی یعنی دوی په مخامخ جگړه کی بری ترلاسه کولای نه سي او موږ هم دا سوبه نه سو کولای.

نه طالبان په ټروریزم بری تر لاسه کولای سي او نه موږ پر ټروریزم بری ترلاسه کولای سو. تلفات موږ د جنگ له دوام څخه نه سی راگرځولای، دغه راز مالی تاوانونه هم زموږ ارادې ته صدمه نه سي رسولای، ځکه چی دا جنگ د برټانیې اقتصاد تباه کولای نه سی. خو کله چی د برټانیې د جنگونو سابقې ته نظر واچوو نو خبره بېخی بل راز ده.

د ټایمز ورځپاڼه وروسته لیکی په لومړي سر کی موږ له یاغیانو سره جنگ پیل کوو او د دې جنگ د پیل کولو دپاره دلایل راوړو او حتی وایو چی ددغو یاغاینو د لاسه زموږ امنیت او تمامیت په خطر کی دی.

کله چی جنگ دوام کوی نو موږ متوجه کېږو چی خبره دونه لا اسانه نه ده، او د یاغیانو د سختو ټروریسټی عملیاتو سره مخامخ کېږو. موږ گورو چی ددغه جنگ دوام په اکثریت خلکو کی زموږ محبوبیت ته تاوان رسوی او درې څلور کاله وروسته د یوه حل او له یاغیانو سره د خبرو په تلاښ کی کېږو.

او په پای کی د هغی سیمی څخه وزو خو پخپله خپلو ځانونو ته لا نه وایو چی موږ شاته کښېنو او وایو چی خدای دي ټولو ته خیر پېښ کړي. په عدن کی، په قبرس کی، په کینیا کی دغه ته ورته حالتونه راغلل.

ورځپاڼه لیکی په دې ټولو ځایونو کی موږ په پوځی او اقتصادی لحاظ جنگ ته دوام ورکولای سوای خو په ټولنه کی هر وخت له دې سوال سره مخامخ سوي یو چی ولي دوام ورکړو، او دا هغه سوال دی چی نن د افغانسنتان او په تېره بیا د هلمند په ولایت کی ورسره مخامخ یو.

د بلی خوا د اې این آی خبری اژانس د یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چی کله جمهور ریس حامد کرزي وویل چی طالبان به د پاکستان په خاوره کی تعقیب کړي او په هغه هیواد کی به حمله ورباندی وکړي نو دا سی څرگنده سوه چی هغه یو ډول تلواري سړی دی.

د هغه دې خبرداري هم اسلام اباد ډېر سخت په غوسه کړ او هم یې په افغانستان کی سیاسی بحثونه پیل کړل.

خبری اژانس په رپوټ کی وایی چی کرزی بالاخره په دې بریالی سو چی متحدین او امریکا په دې قانع کړي چی د عمل وخت را رسېدلی دی

پاکستان له یوې خوا نارې وهي چی د القاعده او طالبانو پر ضد عملیات کوی او له بلی خوا یې په خپله خاوره کی د القاعده مشر اسامه بن لادن او د هغه عالی رتبه ملگرو ته ځایونه ورکړي دی، او په حقیقت کی د طالبانو د عملیاتو ملاتړ کوی.

متحده ایالاتو او د هغه ملگرو هیواودنو په تېر څو هفتو کی د پاکستان په خاوره کی پر طالبانو باندی حملې کړي دي، ډېر زیات طالبان او د پاکستان امنیتی کسان یې وژلي دي.

د اې این آی خبری اژانس وایی لندن ته دکرزي سفر په ترڅ کی جمهوریس بوش د کرزي دریځ تایید کړ . د بوش د حکومت یو شمېر عالی رتبه مقاماتو دې خبری ته اشاره وکړه چی د پاکستان په سرحدی سیمه کی ډېرو ټروریسټانو ځاله جوړه کړې ده .

د کال ٢٠٠١ راهیسی چی امریکا او د هغه متحدینو په افغانستان کی طالبان را پرزولي دي هغوی د پاکستان په سرحدی سیمو کی مرکزونه جوړ کړی دی. که څه هم چی متحده ایالاتو پاکستان تهدید کړی دی خو پاکستان او د هغه پوځی استخباراتو ددغو ډلو له ملاتړ څخه لاس نه دی اخیستی.

د اې این آی خبری اژانس وایی پاکستان د امریکا څخه په دې پلمه چی په سرحدی سیمه کی یې اتیا زره کسیزه قوه اچولې ده په میلیارډو ډالره ترلاسه کړی دی. خو پاکستان په دغو پیسو درنې وسلې رانیولي دي څو پر هند باندی د احتمالی حملې په وخت کی کار ورڅخه واخلی. استخباراتی رپوټونه وایی چی ځینی دغه وسلې د طالبانو لاسته ورغلي دي او هغوی د امریکا او افغانستان د قواو په مقابل کی کار ورڅخه اخیستی دی.

د اې این آی خبر یاژانس وایی کله چی طالبانو په قبایلی سیمو کی د شریعت په جاری کولو او د خپلو محکمو په جوړولو بنا وکړه نو د پاکستان حکومت له هغوی سره د خبرو کولو او موافقو ترلاسه کولو ته مجبور سو او د هغه وخته راهیسی طالبانو او ټروریسټانو د افغانستان په خاوره کی دننه د هغه هیواد پر حکومتی قواو او دناټو پر عسکرو باندی حملو ته زور ورکړی دی.

د متحده ایالاتواو ناټو قواو هم د ېټکی ته اشاره کړې ده چی ددغو موافقو سره په افغانستان کی ټروریسټی عملیاتو زور اخیستی دی.

د اې این آی خبری اژانس وایی جمهور ریس بوش غواړی چی د روان کال په پای کی د جمهوری ریاست د ختمېدلو سره، که په عراق کی نه وي نو په افغانستان کی خنو بری ترلاسه کړي او جمهوریس کرزی هم د دوهم ځل جمهورریس کېدلو دپاره پر طالبانو او القاعده باندی بري ته ضرورت لری.

د اې این آی خبری اژانس وایی له کرزي سره پر کندهار باندی د ناټو بمباریو ځکه خاصه اندېښنه پیدا کړې ده چی په دې بمباریو کی ملکیانو ته تلفات رسېدلي دي او دغه تلفات په هغه سیمه کی چی اکثریت او سېدونکی یې پښتانه دي له ده سره د خلکو ملاتړ کمزوری کوی.

د کرزي سره په شمال کی د خلکو او مشرانو ملاتړ تر پخوا ډېر کمزوری سوی او دمخدره موادو او اداری فساد په کنټرول کی د هغه ناکامی د ده محبوبیت ته نوره صدمه هم رسولې ده.

د دې سره لا اوس د ده په مقابل کی د زلمي خلیل زاد د کاندیدېدلو اوازې هم تودې دي او د دغه راز یوه حریف میدان ته کېدل ده ته نوره اندېښنه هم پیدا کوی.

اژانس وایی د کرزي د بیا جمهور ریس کېدلو دپاره یوازینی لاره پر طالبانو باندی د هغه بشپړ بری دی. مگر په دې لاره کی د پاکستان پوځ او د پوځی استخباراتو همکاری ته ډېره زیاته اړتیا لری.

XS
SM
MD
LG