د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا محکمه وايي د گوانتانامو بندي جنگي دښمن نه دی


د امریکا یوې محکمې د امریکا پر هغه عمل انتقاد کړی چې یو سړی یې د غیر قانوني جنگي دښمن په توگه د گوانتانامو په زندان کې اچولی دی.

د امریکا غږ مایکل بومن په خپل رپوټ کې وايي، له هغه راهیسې چې په ٢٠٠٢م کال کې د گوانتانامو زندان جوړ شو، دا لومړي ځل دی چې د امریکا محکمه د بوش د ادارې له خوا د افرادو پر زنداني کیدو انتقاد کوي.

دغې محکمې د یوه چینايي مسلمان په طرفدارئ حکم کړی دی. دغه سړی حزیفه پرحت نومیږي او تیر شپږ کلونه یې د گوانتانامو په زندان کې تیر کړي دي. حزیفه پرحت د گوانتانامو د هغو څه دپاسه سلو بندیانو له جملې څخه دی چې خپلې دوسیې امریکايي محکمو ته وړاندې کوي.

محکمې د امریکا پوځ ته حکم کړی چې حزیفه پرحت آزاد کړي او، له گوانتانانو څخه یې وباسي او یا خو د هغه د موقف د تعینولو لپاره له سره تحقیق وشي.

محکمې د خپل دغه حکم ډیر جزیات نه دی څرگند کړي او وايي چې محرم اسناد پکې دي. تر اوسه د امریکا د دفاع وزارت په دی باب څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو د دفاع ادارې وايي، د محکمې دغه حکم د گوانتانامو د زندانیانو له پاره ارزښتناکه مساله ده، که څه هم تر اوسه د یوه زنداني په اړه حکم شوی دی.

په نیویارک کې د بشري حقونو د څارنې د ادارې سلاکار، سټیسي سلیوان وايي: "شاید پرحت خوشې نشي. هغه د چین د اویغور دی. د گوانتانامو په زندان کې د چین ډیر اویغوراننور د جنگي دښمنانو په توگه نه پیژندل کیږي.

خو دوی نشي کولای چې له گوانتانامو څخه ووځي ځکه چې د دوی لپاره بل بدیل ځای نشته. دوی چین ته هم نشي لیږل کیدای ځکه چې هلته د دوی د شکنجه کیدو وېره شته او متحده ایالات به د ځان لپاره هم دا کار ونکړي چې هغوی بیرته ولیږي. نو ځکه اویغوران په گوانتانامو کې بند پاتې دي".

په کال ٢٠٠٦ کې، متحده ایالاتو پنځه اویغوران د گوانتانامو له زندان نه خوشې کړل او هغوی یې البانې ته ولیږل. چین چې اویغورانو ته د ترهگرو او جدايي طلبو په سترگه گوري له البانې نه غوښتنه وکړه چې هغوی چین ته وسپاري خو د البانې حکومت دغه غوښتنه رد کړه.

امریکايي چارواکي په دې عقیده دي چې ځینې اویغوران د القاعده له شبکې سره اړیکې لري. خو دوی دا مني چې هغو اویغورانو چې په گوانتانامو کې بندیان دي، هیڅ کله د امریکا په خلاف په جنگ کې برخه نه ده اخیستې او نه خو یې پر نیویارک او واشنگټن باندې د یوولسم سپتمبر په حملو کې برخه لرله.

XS
SM
MD
LG