د افغانستان د جمهور ریس ویاند، همایون حمید زاده نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د ثور په اتمه په کابل د پخوانیو مجاهدینو د بري د ورځې نمانځنې په رسمي ګذشت کې په جمهور ریس کرزي باندې یوه بهرني هیواد د استخباراتو اداره لاس لري.
ویاند وویل په تفصیل نه غږیږي خو په عمومي ډول لومړنۍ پلټنې او کوم شواهد چې په لاس ورغلي دا ښيي چې دثور د اتمې په تیروریستي عملیاتو کې څه ناڅه په ډیره څرګنده توګه د یوه بهرني هیواد د استخباراتو اداره لاس لري.
ښاغلي حمید زاده ددغه بهرني هیواد نوم څرگند نه کړ.