د لاس رسي وړ اتصالات

د نواز شرېف پلوېانو مظاهره وکړه


د پاکستان د پخوانى صدر اعظم نواز شرېف په سلگونو پلوېانو د محکمى په هغه فېصله اعتراض وکړ چې هغه ېې د پارلېمان لپاره په دى اونۍ کې په خاصو انتخاباتو کې له گډون نه اېسار کړېدى.

مظاهره چېانو څېرې وسوځولې او نن د سه شنبى په ورځ د پارلېمان نه بهر راټول شوى ول. هغوى د محکمى ددې فېصلى پړه پر جمهوررئېس پروېز مشرف ور اچوله.

د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى وايى چې حکومت به د محکمى ددغې فېصلى په مقابل کې د بېا غور کولو او مقابلې کولو درخواست وکړى.

د لاهور سترى محمکمى د ددوشنبى په ورځ حکم وکړ چې ښاغلى نواز شرېف په انتخاباتو کې د گډون وړتېا نلرى ځکه چې دى په ١٩٩٩ مېلادى کې د نظامى کودېتا په سبب له قدرت نه غورځول شوى او محکوم شوى و.

ددغې فېصلى له امله هغه اوس په انتخاباتو کې گډون نشى کولى.

په ١٩٩٩ مېلادى کال کې دېوې ادعا له مخى ښاغلى شرېف امر کړى و چې هغه تجارتى الوتکه برمته کړى چې ښاغلى مشرف پکى سپور و اوهغه وخت د پوځ لوى درستېز و.

په دغه پخوانى صدر اعظم باندى هغه وخت د الوتکى د تښتولو او په دې پېښې پورې تړلى نور تورونه ولگول شول. خو نواز شرېف دغه تورونه نه منى.

XS
SM
MD
LG