د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانى طالبانو په جنوبى وزېرستان کې ٢٢ کسان وژلى دى


د طالبانو طرفدارو افراطېانو په شمال غربى پاکستان کې د بېټنېو د قبېلى چې حکومت طرفداره ده ، ٢٢ کسان وژلى دى.

جنډوله ښار چې دا پېښه پکى شوېده، په جنوبى وزېرستان کې پروت دى او دافغانستان سره سرحد لرى.

په جنوبى وزېرستان کې د حکومت د طرفدارې ېعنى بېټېنو د قبېلى خلک او چارواکې وايي چې ددغى قبېلى ٢٧ کسان آفراطې طالبانو، ددى اونى په سر کې برمته کړل. د بېټنېو د قبېلى دغه تقرېبا ٢٧ کسان بېا وروسته قتل شول.

د حکومت ېوه چارواکى برکت الله مروت امرېکا غږ ته ووېل چې افراطې طالبانو خپل زېاتره برمته گان ووژل او دهغوى مړي ېې د جنډوله له ښارنه بهر په ېوه ځاى کې اچولى ول.

ښاغلى مروت ووېل : "موږ ته طالبانو ٢٢ مړى ترلاسه کړل چې طالبانو رالېږلى ول. موږ دامړى د ښخولو لپاره د هغوى خپلو خپلوانو ته وسپارل. "

هغه وايي چى له دې پېښى نه وروسته حکومت خپل امنېتى اقدامات د جنډوله د ښارگوټى په شاوخواسېموکې زېات کړېدى. ښاغلى مروت هغه رپوټونه رد کړل چې وايي د جنډوله ښارگوټى د طالبانو په قبضه کې دى.

مروت وايي: "داهسې اوازې دى. هغوى د جنډوله ښار ندى نېولى. خو دهغوى نفوذ په جنډوله کې زېات شوېدى اوپه دې کې هېڅ شک نشته."

د پاکستان دغه سېمه چې دا پېښه پکى شوېده د هغه مهم سړک پر سر پرته ده چې دپاکستان هغو قواو ته اکمالات پرې رسېږى چې د جنوبى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې پرتى دى.

رپوټ وايى همدغه سېمه د پاکستانى طالبانو د قوماندان بېت الله مهسود پوخ مورچل گڼل کېږى. رپوټونه د اهم واېې چې د وزېرستان له سېمى نه طالبان ددې لپاره کار اخلى چې په افغانستان کې پرخارجى او داخلى قواو حملى وکړى.

طالبانو په پاکستانى قواواو دهغوى په ځاېې پلوېانو باندى په قبېلوى سېمو کې منظمى حملى کړېدى. خو په دې نېژدى وخت کې دغو افراطېانو خپل عملېات د شمالى وزېرستان په ېو شمېر ښارى سېمو کې هم پېل کړېدى.

په دغو پېښوکې د حکومتى مامورېنو برمته کول، د ښځو د تعلېمى مرکزونو خرابول، په موسېقى باندى بندېز لگول شامل دى. دغه راز عملېات په دې نېژدى اونېو کې دورځنى ژوند ېو عام کار گڼل کېږى.

که څه هم د پاکستان حکومت کوشش کوى چې له افراطېانو سره د سولى خبرى وکړى چې له مرگ ژوبلى نه لاس واخلى. خو سره له دې هم په تشدد او مرگ ژوبله کې زېاتوالى راغلى دى.

د پاکستان په دغه پالېسى باندى دافغانستان حکومت اوڼاټو سخت انتقاد کړېدى. پردى سر بېره دامرېکا چارواکېو هم په دې کار انتقاد کړېدى. هغو وايي چې د سولى خبرى له افراطېانو سره له هغوى سره مرسته کوى چې هغوى خپل ځانونه له سره منظم کړى او له سرحد نه اخوا نورې حملى وکړى.

XS
SM
MD
LG