د لاس رسي وړ اتصالات

په وردگو کې د اېتلاف د قواو پر گزمه بم چاودلى دى


په افغانستان کی د امریکا په مشري قواو نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی دوی د افغان عسکرو په ملگرتیا د کندهار په ولایت کی څو تنه یاغي طالبان ووژل.

د ائتلاف په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی گډو قواو پرون په یاغیانو باندی وروسته له هغه هوایي او ځمکني بریدونه وکړل چی حمله ورباندی وشوه.

مخکی ائِتلاف ویلي و چی عسکرو یې ٢٢ یاغي طالبان وروسته له هغه ووژل چی د پکتیکا د ولایت په دوو ښارگوټو باندي یې حملې کړي وې .

د کنړ په ولایت کی پرون د ائِتلافي قواو یو هلیکوپتر په اضطراري توگه پر ځمکه کښیناست.

مامورینو وویل چی په دې هلیکوپتر کی سپرو عسکرو ته هیڅ تاوان نه دی رسیدلی . د ائتلاف په بیانیه کی ددې پېښي توضیحات نه دي ورکړه شوی .

XS
SM
MD
LG