د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر جمهور رئېس کرزي باندی حمله رد کړې ده


پاکستاني چارواکو د افغانستان هغه تورونه رد کړي دي چی وایی د استخباراتو لویي ادارې یې د افغانستان په جمهوررئیس حامد کرزي باندی په حمله کی لاس درلود.

د پاکستان ددفاع وزیر چودري احمد مختارنن د پنجشنبې په ورځ دا تور رد کړ چی د پاکستان د آی ایس آي استخباراتي ادارې دا حمله تنظیم کړې وه.

د افغانستان د استخباراتو وېاند سید انصاري د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چی دی داسی شواهد لری چی ثابتوي آی ایس آی په دې حمله کی لاس درلود او په هغو کی هغه تلیفوني مخابرې هم شاملي دي چی د پاکستان سره تماسونه ښئي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت نطاق محمد صدیق هم نن دا تورونه ردکړل او ویې ویل چی رپوټونه ښئي چی دا قاتلانه حمله په افغانستان کی د استخباراتو او امنیتي چارو د ناکامۍ په وجه شوې ده.

په دې نېژدى اونېو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړېکى خړې پړې شوېدى ځکه چې ښاغلى کرزى گواښ کړېدى چې افغان عسکر به پاکستان ته ددى لپاره ولېږى چې له طالبانو سره جگړه وکړى.

د چارشنبى په ورځ د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى ووېل چې پاکستان له نظامى قوت نه کا ر اخېستلى شى چې داخبره ېقېنى کړى چې افرآطېان ددوى خاوره په نورو هېوادونو باندى دحملو کولو لپاره استعمال نکړى.

په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدى چې دافغانستان سرحد ته نېژدى پولېسو ووېل چې افرآطېانو د پاکستان د سکى د لوبى په تفرېحى ځاى کې ېوهوټل سوځولى دى. د پاکستان د پولېسو ېوه چارواکى واقف خان ووېل چې افراطېانو د سوات په ېوه تفرېحى ځاى کې دغه هوټل سوځولى دى.



XS
SM
MD
LG