د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ اتو سترو صنعتي هیوادونو، له سرحدي سیمې سره د ۴ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه


د نړۍ اتو سترو صنعتي هیوادونو ‏(‎جي.اته‏)‎ موافقه کړې چې د افغانستان او پاکستان د ناامنه سرحدي سیمې د ثبات لپاره څلور میلیارده ډالر مصرفوي.

ددغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن اعلان وکړ چې په قبایلي سیمو کې ١٥٠ پراختیايي پروژې پیلوي. په دغه سیمه کې د تشدد او د امن د نشتوالي په باب اندیښنه موجودي دي.

د اتو صنعتي هیوادونو د چارواکو دوه ورځنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ د جاپانو د کیوټو په تاریخي ښار کې پیل شوه. په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې کنډولیزا رایس برسیره، د برتانیې، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیې، روسیې او جاپان د بهرنیو چارو وزیران گډون لري.

ټاکل شوې ده چې په دغې غونډه کې په راتلونکې میاشت کې د جاپان په هوکایډو ښار کې د اتو سترو صنعتي هیوادونو د رهبرانو د غونډې د جوړېدو پر سر هم خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG