د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حاکم ائتلاف زیاتي چوکۍ گټلي دي


د پاکستان حاکم ائتلاف د ملي او ایا لتي اسامبلیو د باقي پاته چوکیو ډکولو د پاره په دوهم ځلي انتخاباتو کی زیاتي چوکۍ تر لاسه کړي دي .

د انتخاباتو مامورینو نن د جمعې په ورځ غیر رسمي نتیجې اعلان کړې او په هغو کی ښودل شوي دي چی د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف گوند زیاتي چوکۍ گټلي دي .

د پاکستان مسلم لیگ نواز گوند د ملي اسامبلې د باقي پاته پنځو چوکیو نه درې چوکۍوگټلې . مگر د لاهور په ښار کی په یوه انتخاباتي حوزه کی چی خپله نواز شریف یې د گټلو هیله درلوده رایگیري ځکه ونه سوه چی یوې محکمې فیصله کړې چی د هغه کاندیدي قانوني نه ده .

ائتلاف دغه راز د ایا لتي اسامبلیو د باقي پاته ٢٣ چوکیو نه هم زیاتي چوکۍ تر لاسه کړي دي .

ددې چوکیو په گټلو سره به د پاکستان په ملي اسامبله کی د قوې په پرتلې باندی څه تاثیر رانه شی

د رایگیرۍ په جریان کی یو څه شخړي هم وشوې او څو تنه زخمیان سول .

XS
SM
MD
LG