د لاس رسي وړ اتصالات

د ناروې یوه عسکر له افغانستان نه تاریخي آثار وړي


په افغانستان کې د میشتو د ناروې د قواوو یوه عسکر د خپل خدمت پر مهال د افغانستان ځینې تاریخي آثار له ځانه سره وړي دي.

په همدې اړه امریکا غږ په ناورې کې له افغان سفیر جاوید لوین سره د مرکې پر وخت پوښتنه وکړه چې د ناروې عسکر دغه افغاني آثار غلا کړي او که یې په پیسو اخیستي دي؟

جاوید لودین وویل چې له افغانستان نه ددغو آثارو د راوړل کیدو قضیه په مطبوعاتو کې خپره شوې. دا چې دغه آثار غلا شوي او که له کومې بلې لارې یې لاسته راوړي، لا تر اوسه نه ده معلومه.

ښاغلي لودین وویل، د خبر له خپرېده سره سم یې، د ناروې د دفاع وزیر په نامه خط لیږلی او هغه یې ددغې موضوع له حساسیت نه خبر کړی دی.

لودین وویل، د ناروې له هیواد څخه یې غوښتي چې حکومت دغه آثار ضبط کړي او د دواړو حکومتونو په خوښه له یوې لارې افغانستان ته انتقال شي. هغه وویل، د ناروې حکومت ورسره په دې باب موافقه کړې ده.

د ښاغلي لودین د معلوماتو لمخې، د ناروې کې دا وخت په دې اړه په لوړه سطحه تحقیقات روان دي. هغه همدارنگه ډاډ ښودلی چې ناروې به دغه آثار ونیسي او افغانستان ته به یې انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG