د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان پوځ دطالب پلوه افراطیانو په خلاف عملیات پیل کړیدي


ماموران وائې، امنیتی قواوی دخیبر په قبائلی سیمه کې عملیات کوی او بی له کوم مقاومت نه ئې دافراطیانو مرکزونه تباه کړل . دوی وائې، اکثره یاغیان هغو غرونوته په شاشویدی چې دافغانستان دسرحدسره نژدی دی .

حکومت وروسته له هغې دغه عملیات پیل کړل چې دپیښور ښارته نژدی چې دپاکستان له پائتخت نه دوه ساعته لیری دی، دطالبانو فعالیت زیات شو.

افراطیانو دروانی میاشتی په سرکې دپیښور په ښارکې مشکوکو طالبانو دلنډوخت لپاره شپاړس تنه عیسویان تښتولی وو . رپوټونه وائې، افراطیانو تجارانوته خبرداری ورکړی وو چې ویډوگانی او کسیټونه مه خرڅوی .

دسیمی دپولیسو قوماندان ملک نوید خان امریکا غږته وویل، دتښتولو او نورو پیښو ترشا جنایتکاری ډلی دی مگر مطبوعاتو ورته زیاته لمن وهلی ده. دخیبر په سیمه کې دعملیانو نه هدف دادی چې هغو قبائلی جنایتکارانوته سزا ورکړل شی چې ددغو حملو مسؤل دی . دپولیسو قوماندان وائې، امنیتی قواو زیات زور دباړی په ښارگوټی باندی اچولی دی چې دپیښور سره سرحد لری . قوماندان نویدخان وائې: ١

قبائلی داړه مارانو ځینی حملی کړی وی چې له بده مرغه عیسویان ئې تښتولی وو چې سمدستی په لسو ساعتو کې راخوشی کړی شول . اووروسته له هغی نه مو دښار په شاوخواکې خپل موقف قوی کړاو لدی نه وروسته بیا کومه پیښه ونه شوه . حکومت دباړې په ښارگوټی کې ددغو بدعملو په خلاف عملیات پیل کړل او دوی په کامیابی سره دغه بدماشان په شا وتمبول او دوی په بری سره دهغوی په خلاف اقدامات وکړل .

دسیمی اوسیدونکی وائې، امنیتی قواو دپیښور په هغو ځایونو کې پوستی جوړی کړی دی چې دعملیاتو سیمی ته نژدی پرتی دی او په کوڅوکې په عسکری موټرو کې چې ماشینگڼی پری سپری دی، گزمی کوی .

نن دشنبی په ورځ دخیبر په سیمه کې دافراطیانو په خلاف عملیات لومړی نظامی عملیات دی چې دصدراعظم یوسف رضا گیلانی په مشری دنوی حکومت په وخت کې سرته رسول کیږی .

دپاکستانی طالبانو قوماندان بیت اله محسود دجنوبی وزیرستان په قبائلی سیمه کې له خپل قوی مرکزنه په تلیفون کې خبریالانو ته دخبرو په ترڅ کې له حکومت نه وغوښتل چې سمدستی دی نظامی عملیات بند کړی. محسود وائې: ٢

دی دحکومت سره دسولې خبری ځنډوی او دهغه جنگیالیان به ترهغې پوری قصد اخیستلو ته دوام ورکوی ترڅو چې دغه عملیات نوی بند شوی .

صدراعظم گیلانی څومیاشتی پخوا دقبائلی مشرانو په مینځگیړیتوب دافراطیانو سره دسولی خبری پیل کړی وی چې غواړی دافغانستان دسرحد سره په قبائلی سیمو کې افراطیت او تاوتریخوالی ته خاتمه ورکړی .

دامریکا په مشری دائتلاف دقواو قوماندانان او افغان مقامات له ډیر پخوا پدی عقیده وو چې په افغانستاباندی دحملو په وخت کې طالبان او دالقاعدی افراطیان دپاکستان دسرحدی سیمونه کاراخلی . دوی دحکومت دسولی په خبرو باندی انتقاد کوی او وائې، ددارنگه معاملو په نتیجه کې به په افغان او خارجی قواو باندی حملی زیاتی شی .

XS
SM
MD
LG