د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزارت رپوټ:  د طالبانو جگړه دوامداره او خپریدونکې ده


د امریکا د دفاع د وزارت په رپوټ کې چې د امریکا کانگرس یې غواړي، ویل شوي دي چې طالبان به خپلو حملو ته زور ورکړي او د ملک د جنوبي او ختیځو سیمو نه چې اوس په کې ډیرې حملې کیږي نوروسیموته هم خپل نفوذ وغځوي. په رپوټ کې راغلي دي چې د طالبانو حملې به د حکومت نفوذ په کلي والو سیمو کې کمې کړي. رپوټ وايي چې سره ددې چې ډیر شمیر جنگیالي او ددوی مشران وژل شوي او د خپلو مراکزو نه ایستل شوي دي خو بیا هم دوی دا توان لري چې خپل نفوذ زیات کاندي.

خو په رپوټ کې ویل شوي دي چې په پاکستان کې د طالبانو شته والي په افغانستان کې امنیت ته سخت گواښ دی. په رپوټ کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو نه غوښتنه شوې ده چې په خپلو کې پوځي همکاري ولري. رپوټ د پاکستان او طالبانو تر منځ موافقه غندي او ادعا کوي چې د طالبانو په ضد پخواني عملیات دوی ته دا فرصت نه ورکاؤ چې د سرحد نه ها خوا عملیات وکړي. رپوټ کې دا اندیښنه هم ښودل شوې ده چې د ځايي قبایلي مشرانو او حکومت تر منځ موافقې ددې باعث گرځیدلي چې په سیمه کې حملې پراخې شي.

په رپوټ کې د اپریل تر میاشتې پورې وضعه څېړل شوې ده خو د امریکا ددفاع وزیر رابرت گیتس تیره پنجشنبه په یوه خبري کانفرانس کې دغه اندېښنه تکرار کړه. دده نه په تیرو پنځو میاشتو کې د څلویښت په سلو کې د حملو د زیاتوالي په هکله پوښتنه وشوه، ده په ځواب کې وویل:

زه فکر کوم دا د اندېښنې خبره ده، د واقعې اندېښنې! او دلیل یې هم دادی چې افغانستان ته ډیر شمیر خلک د سرحد نه اوړي او دا هغه موضوع ده چې مونږ یې باید د پاکستان د حکومت سره مطرح کړو.

د دفاع وزیر رابرت گیتس د پاکستان په دې کار چې د سرحدي برخو کنټرول په لاس کې واخلي هرکلی وکړ.

د دفاع وزارت رپوټ د جمعې په ورځ خپور شو او په کې زیاته شوې ده چې د افغانستان د نوې ملي اردو په جوړونه کې پرمختگ شوی دی خو د امنیتي قواوو فساد د اردو د مسلکي کیدلو سره سره بیا هم دوام کړی دی. په رپوټ کې ویل شوي دي چې د پولیسو په روزنه کې سستي شویده او د اداري فساد او د روزونکو د کموالي او د بین المللي ټولنې د عدم اهنگۍ په سبب دې ساحه کې ډیر زیات پرمختگ نه دی شوی. رپوټ وايي چې د مخدره موادو کاروبار اوس هم افغانستان ته یو ستر چلنج دی او دا به تر یوه وخته پورې دوام وکړی.

د دفاع وزارت همدارنگه په یوه جلا رپوټ کې د افغانستان د امنیتي قواوو په وضعې ژوره کتنه کړېده او د ملي اردو، پولیس، هوايی قواوو او د دفاع او د اخلې د وزارتونو د سمبالولواو روزنې په برخه کې یومشرح پلان وړاندې کړی دی. په رپوټ کې ویل شوي دي چې د سږکال تر پایه پورې باید د افغانستان په اردو کې ٧٠ زره عسکر موجود شي او راتلوکی کال دې وخته پورې لس زره نور عسکر زیات شي. رپوټ وايي چې ٧٥ زره پولیس روزل شوي دي خو ټول یې کافي وړتیا نه لري.

د امریکا ددفاع وزارت وايي په افغانستان کې امنیت د ټولې نړۍ په امنیت نیغ په نیغه اغیزه لري. رپوټ په بین المللي ټولنې باندې غږ کوي چې ددې ملک په وړاندې خپلو تعهداتو ته ټینگ ودریږي تر څو د حکومت مخالفین وځپل شي اود افغانستان حکومت او امنیتي قواوې یې غښتلي شي.

XS
SM
MD
LG