د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د خېبر په دره کې امنېت ټېنگ کړېدى


د پاکستان امنیتی قواووی وایی چی د افغانستان سره په سرحد کی د خیبر په قیایلی سیمه کی یی امنیت ټینگ کړی دی.

د پاکستان سرحدى قول اردو، فرنټېر کور، نن وویل چی په سیمه کی یی کنټرول ترلاسه کړی او د خیبر په علاقه کی یی د یاغیانو مرکزونه د مینځه وړی دی.

دغو قواوو د شنبی په ورځ په دی سیمه کی د طالب پلوه یاغیانو پرخلاف عملیات پیل کړل. ټاکل شوی چی دغه عملیات څو ورځی دوام وکړی.

پاکستانی امنیتی قواوو د شنبی په ورځ وویل چی لږترلږه یو یاغی وژل شوی دی. پاکستانی قواووو همداشان د یاغیانو مهم مرکز د مینځه وړی او پیښور ته نژدی د باړی په سیمیه کی یی د محلی اخوانی مشر منگل باغ کور ویجاړ کړی دی.

د باړی په سیمه کی د شپی گرځیدنی بندیز لگول شوی او په سیمه کی یی ځینی سړکونه هم بند کړی دی.

XS
SM
MD
LG