د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا پوځ وايى دعراق دنېولو لپاره سم او تفصېلى پلان نه وجوړ شوى


د امرېکا پوځ دعراق پرشخړه باندى چې د صدام حسېن رژېم پکى منحل سو، ېو نوى رپوټ خپور کړېدى. په دغه رپوټ کې وېل شوېدى چې پرعراق د حملى په برخه کې دنظامى اوملکى مشرانو له خوانه له سم بصېرت او پلان نه کار نه واخېستل شوى.

هغه غېر محرم رپوټ چې د پوځ مورخېنو ډانلډ راېټ او ډگرمن ټېموټى رېس لېکلى دى وايى چې په نظامى برېالېتوب باندى ډېر ټېنگار شوى و خو د پلان په تفصېلاتو باندى، د جنگ نه وروسته پړاو په برخه کې په کافى اندازه کار نه وشوى.

دغه رپوټ وايي چې ددې کار ېوسبب د سپېنى ماڼى او ددفاع وزارت خوشبېنى په دې برخه کې وه چې د صدام حسېن تر ماتى وروسته به څه پېښ شى.

دغه مفصل رپوټ چې ښاغلى راېټ او رېس لېکلى دى دا پوځ د معاصرو عملېاتو دمطالعى د ډلى غړى دى. رپوټ د جنگ نه وروسته په هغو اتلسو مېاشتو باندى له نېژدى نه څېړنه کوى چې جمهور رئېس بش د ٢٠٠٣ مېلادى د مى په مېاشت کې اعلان وکړ چې په عراق کې مهم جنگونه پاېته ورسېدل.

په دغه رپوټ کې د پوځ پر مشر جنرال ټامى فرانک باندى هم انتقاد شوېدى چې هغه په بغداد کې نظامى قوماندانى کې بدلونونه راوستل او دا سى مرکزونه ېې جوړ کړل چې په کافى اندازه موظفېن پکى نه ول او بې تجربى جنرالانو دهغوى مشرى کوله.


XS
SM
MD
LG