د لاس رسي وړ اتصالات

کانډو لېزا راېس د چېن زلزله ځپلي وکتل


د امرېکا د خارجه چارو وزېرې کانډو لېزا راېس په چېن کې د زلزلې له قربانېانو سره وکتل. هغې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو په ېوه کمپ کې چې د مې دمېاشتى ددولسمى نېټى د زلزلى مرکزته نېژدىپه دوجېان گېان کې پروت دى ملاقات وکړ.

خارجه وزېرې راېس داسى ووېل: "زه په ډېره زېاته اندازه خوشاله ېم چې د زلزله ځپلو حالت ته ډېره پاملرنه شوېد. دخلکو پخه اراده او قوى روحېه ددى سبب شوېده چې په ښه توگه له دغه حالت نه راووزى."

رپوټ وايى کانډو لېزاراېس ته ځاېې چارواکېو د زلزلې په دغه سېمه کې د تباهى او تخرېب په برخه کې معلومات ورکړ. هغى په دې ترڅ کې له هغو ماشومانو سره خبرى وکړى چې له زلزلى نه روغ پاتى شوى ول.

رپوټ وايى چې ددغى ستر ى زلزلې په سبب نېژدى اوېازره کسان مړه شول. زښت زېات نور کسان لاتراوسه پورې هم لادرکه دى او داسى گومان کېږى. چې له خاورو لاندى به شوى وى.

خارجه وزېرې کانډو لېزا راېس ووېل: "د دغومره سترى فاجعې سره هېڅوک په ېوازې سر مقابله نشى کولى. موږ ډېر خوشاله ېو چې د چېن حکومت او خلکو نړېوالى ټولنى ته فرصت ورکړېدى او اجازه ېې ورکړېده چې له دوى سره مرسته وکړى."

هغى د برما ېادونه هم وکړه چې د مى په مېاشت کې د نرگس په نامه توپان وځپله او تر ١٣٠ زرو زېاتو کسانو پکى مړه شول. هغى ووېل چى د برما حکومت نړېوالى ټولنى ته په دې برخه کې چى د برما له خلکو سره مرسته وکړى خنډونه پېدا کړى ول.

رپوټ وايى چې دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره کانډو لېزا راېس به له سېچوان اېالت نه پېکنگ ته سفر وکړى او هلته به دچېن له جمهوررئېس هوجنتاو او له صدر اعظم وېن جېاباو سره ملاقات وکړى . دهغوى دخبرو په سر کې به د شمالى کورېا او دهغوى د اټومى فعالېتونو مساېلو باندى بحث شامل وى په اېنده کې نو ر څه قدمونه پورته کاندى.

شمالى کورېا د جمعى په ورځ د ېانگ بېان اټومى بټى له کاره وغورځوله او دغېر اټومى کېدو لومړۍ پړاو ېې بشپړ کړ.

XS
SM
MD
LG