د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا اوله جوپه، اوه دېرش زره ټنه، غنم شمالى کورېا ته ورسېدل


د ملگرو ملتونو د خوراک اداره وايى چې دخوراکى شېانو اوله جوپه شمالى کورېاته رسېدلى ده. د خوراک نړېوال پروگرام نن ووېل چې اوه دېرش زره ټنه غنم چې دنامپو بند ته رسېدلى دى هغه به تقرېبا د پنځو ملېونو کسانو دمړولو لپاره کافى وى.

چارواکى وايى دا دهغو پنځو سوو زرو ټنو غنمو چې له شمالى کورېاسره ېې وعده شوې وه اوله جوپه ده چى دغه هېواد ته رسېدلى ده . رپوټ وايي چې دغنمو دامرسته په اټومى خبرو کې له پرمختگ سره هېڅ تړاو نه لرى.

دنړېوال خوراکى پروگرام نطاق پال راېلى وايى دغنمو دغه مرسته د هغه تړون نتېجه ده چې نورو نړېوالو مرستو ته به هم اجازه ورکړى چې د شمالى کورېا خلکو ته ورسېږى.

پخوا دا کار نه کېده. ددغه تړون له مخى به ملگر ى ملتونه اجازه ولرى چې پنځو س تنه کارگران شمالى کورېاته ولېږى چې ددغو موادو په وېشلو کې مرسته وکړى.

XS
SM
MD
LG