د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له خوانه  د کندهار د زندان وهل 'ډېر غېر عادى کار و' (مرکه)


ماېکل اېزېکاف، د نېوزوېک خبرى اونېزې مجلى د ترهگرى ماهر خبرېال دى. له هغه سره په افغانستان کې دطالبانو له خوانه په کندهار کې د زندان د وهلو او په عمومى ډول د ترهگرۍ د اعمالو او مرگ ژوبلو د زېاتېدو په موضوعاتو مرکه شوېده.


له ماېکل اېزېکاف نه پوښته وشوه چې تاسى په افغانستان کې په دې وروستى پېښه کې په کندهار کې طالبانو زندان وواهه او ېو زېات شمېر بندېان ترېنه ووتل څه فکر کوۍ؟

ماېکل دنېوزوېک مجلى دترهگرى ماهر په دې باب داسى ووېل:

"په دې کې خو شک نشته چې دا له ٢٠٠١ مېلادى کال نه را په دېخوا چې امرېکا ېانو پر افغانستن ېرغل کړېدى، اول ځل ندى چې په افغانستان کې زندان وهل کېږى. خو ددغه زندان وهل ډېر دېادونى وړ او غېر عادى کارو.

ددغه زندان په وهلو کې له پېچلو او پرمختللو وساېلو نه کار اخېستل شوى او دا څرگندوى چې طالبان به ېوازې ددغه کار له توغه ونه وزى. له دېنه دامعلومېږى چې له طالبانو سره به د القاعده سره هغو غړېو په دې کې مرسته کړى وى چې په دغه راز کارونوکې ډېر پرمختللى دى. او هغوى به د طالبانو غړېو ته روزنه هم ورکړى وى. "

په دې ډول دا ېوه ډېره بده پېښه وه ځکه چې نه ېوازې د طالبانو غړى او نور نړېوال ترورېستان خوشى کړى شول بلکه داېې هم څرگنده کړه چې طالبانو په افغانستان کې له القاعده سره په دې نېژدى کلونو کې له ډېر نېژدى نه کار کاوه.

د کندهار د زندان د وهل کېدلو په اړه دافغانستان حکومت خپل ېو شمېر عالېرتبه سېمه ئېز ماموران په وظېفه کې د غفلت په وجه برطر ف کړل. تاسى څه فکر کوى چې داېوازې تصادفى غفلت و اوکه نور عوامل هم پکى موجود ول.

ماېکل په دې برخه کې داسى ووېل: "هرکله چې داسى ېو ستز زندان ووهل سى نو هروخت داسى بدگومانۍ موجودې وي اوهېڅکله څوک په ېقېنى ډول نپوهېږى چې څه وشول. په دې کې سړى نپوهېږى چې په داخل کې په هغو کسانو کې چې حکومت ته کار کوى او د زندان د امنېت چارى ېې په لاس کې وې څومره کار شوې و. سړى په دې نپوهېږى چې دغوکسانو له طالبانو او القاعده سره ېوازې خواخوږى درلودله اوکه دوى ته پېسى هم ورکړل شوې وې. نو هرکله چې داسى ېو ستر زندان ووهل شى دا شک او بدگومانى هرو خت موجوده وى."

ستاسى په نظر باندى هغه مهم عامل او ېا عوامل څه دى چې طالبان بېا په افغانستان کې منظم او را پورته شول او په مرگ ژوبله کې زېاتوالى راغى. په داسى حآل کې چې په افغانستان کې د څلوېښت زرو په شاوخواکې د ناټو پوځ پروت دى او د پاکستان خواته د مطبوعاتو د وېنا له مخى د اتېازرو په شاخو کې پوځ په سرحدى سېمو کې پروت دى. خو سره له دې هم په مرگ ژوله کې زېاتوالى راغلى دى.

ماېکل په دې برخه کې ووېل چې: "د دى خبرى مهم عامل دا کېدلى شى چې د پاکستان په سرحدى سېمو کې القاعده خوندى ځاېونه پېدا کړېدى. هغوى له طالبانو سره کار کوى او تقرېبا د سرحد دواړ و خوا دهغو گروپونو ترمنځ چې هلته کار کوى په نسبى ډول ازادانه اړېکى ټېنگېدلى شى. د سرحد دواړو خواته ډلى په گډه کار کوى او همدا مسله ددې سبب شوېده چې په افغانستان کې په مرگ ژوبله کې زېاتوالى راشى. "

په دې برخه کې د خواشېنى خبره داده چې ېو لړ احصاېې دا څرگندوى چې او همدانن خپرې شوېدى چې دا دوېمه مېاشت ده ېعنى د جون مېاشت چې په افغانستان کې ترعراق زېات امرېکاېان وژل شوېدى. دا احصاېه په امرېکا کې دننه ډېر زېات سېاسى اهمېت لرى چې په افغانستان کې د جون په مېاشتې کې نېژدى هماغومره امرېکا ېان وژل شوېدى چې په عراق کې ووژل شول.

ښاغلى ماېکل سږکال په امرېکا کې د جمهورى رېاست لپاره انتخابات کېږى ستاسى په نظر په په افغانستان کې د تشدد زېاتوالى، په دې انتخاباتو کې په خاص ډول څه اغېزه لرلى شى؟

ماېکل ووېل په داسى حال کې چې په افغانستان کې دامرېکا دعسکرو شمېر د عراق په تناسب په څلورمه برخه کې راتللى شى. نو ددى مانا داده چې په افغانستان کې دمرگ ژوبلى او تشدد زېاتوالى به د سږکال د جمهورى رېاست په انتخاباتو کې ډېر مهم عامل وى. او دافغانستان مسله به په انتخاباتوکې ډېره اورېدل کېږى.

ماېکل داسى واېې: "اودواړه کاندېدان به له ېوبل سره تقرېبا په مسابقه کې وى چې دا څرگنده کړى چې په افغانستان کې به قوى او سخت جدى اقدامات وکړى او ېو له بله به ځان ډېر جدى ښکاره کړى چې په پاکستان کې به دالقاعده د خوندى ځاېونو په برخه کى سخت اقدامات وکړى. په امرېکا کى به دې خبرى ته زېاته پاملرنه وشى."

د جدى نظامى اقداماتو خبره راېاده شوه اېا ستاسى په نظر په افغانستان کې د ېاغېانو او امېنت د ستونزې دحل لپاره نظامى اقدامات ېوازېنى لاره ده او که نه څه نورې لارې چارې هم په نظرکې سته چې له هغو نه دامن د تامېن لپاره کا ر واخېستل شى.

ماېکل داسى ووېل: "اوله خبره خو داده چې داسى ستونزې هېڅکله دحل ېوه لاره نه لرى. دانه ېوازې د حل نظامى لاره ده او نه ېوازې د قانون د تعمېل او امنېت راوستلو لاره ده. داېوازې د حل ېوه ساده اقتصادى او ټولنېزه لاره هم نده. البته په دې کى شک نشته چې ددى ټولو لارو نه کار اخېستل هرېوپه خپل ځاى مهم عامل گڼل کېږى."

خو بالاخره دامسله به ېوازې د افغانستان دامنېت قواوى اوپوځ حل کوى. ېوازې د افغانستان امنېتى قواوې په پاى کې طالبانو ته ماتى ورکولى شى. که سړى دا استدلال وکړى چې په عراق کې د امرېکا ېې قواو زېاتوالى او دهغوى سخت اقدامات او د ناټو نظامى اقدامات ددى سبب سول چې شدېد عکس العمل راوپاروى.

کېدلى شى چې داسى کار له طالبانو سره همدردى را پېدا کاندى ځکه خلک دانه خوښوى چې خارجى قوتونه ېې اشغال کړى. او ېاداچى خارجى پوځونه ددى په خاوره کې له کوم حساب او کتاب او مسوولېت نه پرته عملېات وکړى.

په دې اساس زه وېلى شم چې دامېد ېوه ښه نښه داده چې دافغانستان پوځ په ډېر قوت سره لگېادى اودې جگړې ته ېې اوږ ه ورکړېده او همدغه ېې بالاخره د حل لاره ده.

XS
SM
MD
LG