د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کی افغان سفیر په افغانستان کی د امریکا او ناتو قواو ته خپل احترام څرگند کړ


په امریکا کی د افغانستان سفیر سید طیب جواد هغو امریکایی او د ناتو عسکرو ته چی په افغانستان کی جنگیږی پرون په داسی حال کی خپل احترام څرگند کړ چی امریکا دې ته تیاري نیسی چی د جولای په څلورمه د خپل استقلال ورځ ولمانځي.

سفیر جواد وویل چی امریکایی عسکر په ٢٠٠١ کال کی افغانستان ته داخل سول چی د طالبانو د ځورونکي رژیم نه دده هیواد آزاد کړی او د افغانانو سره مرسته وکړی چی د عین هغو اصولو د پاره وجنگیږی چی ٢٣٢ کاله پخوا امریکا د خپل استقلال اخیستو د پاره جنگیدلې وه.

هغه وویل چی د امریکا او نورو ملکونو ددغو زړه ورو عسکرو په مرسته د افغانستان خلک د آزادۍ، عدالت او مساوات آینده ته سترگي په لار دي.

دغه افغان دیپلومات وویل چی جگړه بیله قربانیو ورکولو نه شی کیدای. هغه وویل چی ٥۴١ امریکایی او ٣٣١ د ناتو عسکرو د افغانستان د آزادۍ د پاره خپل سرونه ورکړل، مگر هغه وویل چی دا خوشینونکي مرگونه بیځایه هم نه دي.

XS
SM
MD
LG