د لاس رسي وړ اتصالات

باوچر پر افغانستان او پاکستان د همکارئ کولو غږ کړی


یوه عالي رتبه امریکايي ډپیلومات له افغانستان او پاکستان نه غوښتي چې د ترهگرئ په خلاف جگړه کې له یوه بل سره همکاري زیاته کړي او د ترهگرو د مخنیوي لپاره په خپلو سرحدي سیمو کې خپل واک پراخ کړي.

د امریکا د دفاع د وزارت مرستیال، ریچارډ باوچر پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې، د افغانستان د حکومت او د ناټو د قواوو د هغو اندېښنو ملاتړ وکړ چې وايي، القاعده او طالبان د پاکستان په قبایلي سیمه کې آزادانه فعالیت کوي.

د امریکا غږ خبریال عیاض گل له اسلام آباد نه دغه رپوټ رالیږلی او وايي چې د امریکا په مشرئ ایتلافي قواوو ته په افغانستان کې د ٢٠٠١ کال راوروسته په تیر جون کې تر بل هر وخت زیات تلفات واوښتل.

د ایتلافي قواوو قومندانان او افغان چارواکي د جگړه مارانو د حملو د زیاتوالي ملامتي د پاکستان په قبایلي سیمه کې د افراطیانو پټ مرکزونه گڼي.

د امریکا د دفاع د وزارت مرستیال، ریچارډ باوچر له پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې القاعده او طالبان د تقویه کیدو په حال کې دي.

هغه وویل، ایتلافي او افغان قواوو ته په کار دي چې د سرحد نه په خپله خوا کې د جگړه مارانو مخنیوی وکړي او پاکستاني عسکر باید په خپله خوا کې کار وکړي.

هغه وايي: "موږ په دې خبر یو چې ځانمرگي حمله کوونکي په همدې سیمه کې تربیه کیږي او بیا دواړو خواوو ته ځي. دوی یا بې گناه افغانان او یا بې گناه پاکستانیان وژني. موږ کولای شو چې د افغانستان په خوا کې د ثبات او د له سرحد نه د خلکو د را اوښتلو د مخنیوي لپاره ډیر څه وکړو. خو پاکستانیانو ته هم پکار دي چې په خپله خوا کې هغه افراطیان بند کړي چې موږ ټولو ته تاوان رسوي."

باوچر وايي، واشنگټن د پاکستان د هغې پالیسۍ ملاتړ کوي چې د خبرو اترو له لارې د قبایلو له مشرانو نه غواړي چې بهرني جگړه ماران له خپلې سیمه نه وشړي. خو دی وايي، امریکا د جگړه مارانو له مشرانو سره د تړون مخالفت کوي.

هغه وايي: "موږ د بیت الله محسود په شان شر پسنده مشرانو ته د امتیازاتو د ورکولو ملاتړ نه کوو. موږ ددې ملاتړ نه کوو چې ترهگر دې آزاد پرېښودل شي او وکولای شي چې بیا حمله وکړي. خو موږ له قبایلو سره د گډ کار کولو ملاتړ کوو چې دوی د خپل امنیت مسئولیت پر خپله غاړه واخلي."

بیت الله محسود د پاکستاني طالبانو قومندان دی او د القاعده له شبکې سره د اړیکو لرلو شک ورباندې کیږي. په پاکستان کې د یو شمیر ځانمرگو حملو پړه پر بیت الله محسود اچول شوې ده او همدارنگه پر ده تور لگول کیږي چې د طالبانو د ملاتړ لپاره افغانستان ته خپل کسان لیږي.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په دې ورستیو ورځو کې وروسته له هغه ترینگلې شوې چې پر پاکستان تور ولگول شو چې د بیت الله محسود په خلاف جدي اقدام نه کوي او افغانستان ته د ترهگرو د اوښتو مخه نه نیسي.

ریچرډ باوچر خبریالانو ته وویل چې له پاکستاني چارواکو او سیاستوالو سره یې د هغو سیاسي مسایلو پر سر هم خبرې کړي چې دا وخت پاکستان ورسره مخامخ دی. باوچر هغه تورونه رد کړل چې وايي، امریکا په پاکستان کې له انتخاباتو وروسته د نوي حکومت له تشکیلیدو نه خوشحاله نه ده او لا تر اوسه د جمهور رئیس پرویز مشرف ملاتړ کوي که څه هم هغه په سیاسي صحنه کې بیخي یوازې پاتې دی.

XS
SM
MD
LG